Connect with us

لوبی

افغانستان د څلورو ملتونو د والیبال سیالیو وروستۍ لوبې ته لار پیدا کړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان د بدني روزنې کمیتې څرګنده کړې؛ د والیبال ملي لوبډلې د مالدیف پر کوربتوب په څلورو ملتونو جام سیالیو کې کوربه هېواد ته ماتې ورکړه او د روان جام درېیمه سیالي یې درې د صفر پر وړاندې وګټله.

له سنګاپور او مالیزیا وروسته د افغانستان والیبال ملي لوبډلې هم د مالدیف په پلازمېنه کې د مالدیف پر وړاندې بریا خپله کړه او فاینل ته یې لار پیدا کړه.

دغه سيالۍ، چې د کوربه هېواد مالديف تر څنګ د افغانستان، سنګاپور او ماليزيا واليبال لوبډلو په کې ګډون کړى و، د کب  پر ۴ / د فبرورۍ پر ٢٣مه پيل شوي؛ د کب تر ۸ / د فبرورۍ تر ٢٧ به روانې وي.

د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې لومړۍ لوبه له سینګاپور، دوه‌یمه یې مالیزیا او درېیمه لوبه یې د شنبې پر ورځ له کوربه هېواد مالدیف څخه وګټله.

لوبی

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.

افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.

افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.

سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.

افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.

دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځه‌ویشتمه) ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا  وړتیا ترلاسه کړه.

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

له  دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.

د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!