لوبی
افغانستان د ویسټ انډیز پر وړاندې روزنیزه لوبه پیل کړه

د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې افغانستان د ویسټ انډیز پروړاندې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د نړیوال جام له پیلېدو مخکې یوه روزنیزه لوبه پیل کړې ده.
د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، افغانستان به لومړی توپ وهنه پیل کړي.
دا لوبه به د ۲۰ آوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې ترسره کیږي.
دغه سیالۍ د دوبۍ په کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
د کرکټ بورډ چارواکو ويلي؛ افغان لوبغاړيو په کابل او ننګرهار کې د دغو لوبو لپاره بشپړ روزنیز چمتووالی لري.
له دې مخکې د افغانستان کرکټ لوبډلې خپله لومړنۍ روزنیزه لوبه د ۴۱ منډو پر توپیر سویلي آفریقا ته بایللې ده.
د افغانستان دوه یمه لوبه به راتلونکې چارشنبه ( د لړم ۵) د پاکستان پر وړاندې وي.
ټاکل شوې، چې کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې دوشنبه خپله اصلي لوبه (د لړم پر ۳ / د اکتور ۲۵) ترسره کړي؛ خو سیاله لوبډله یې تر اوسه ټاکل شوې نده.
د یادونې ده، چې د کرکټ شل آوریز نړیوال جام څلور ورځې مخکې پیل شوی او شاوخوا درې نورې اوونۍ به روان وي.