سوداگري
افغانستان د هند پانګونې ته اړتیا لري

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي؛ هند په افغانستان کې د درې میلیارد دالرو پر ارزښت پانګونه کړې او اوس له دې هېواده غواړي، چې خپلې پروژې بشپړې کړي.
سهیل شاهین له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې د هندي وګړیو د امنیت له خوندیتوبه هم ډاډ ورکړی او زیاتوي، چې دغه هېواد دې په افغانستان کې د خپلو نیمګړیو پروژو چارې بیا پيل کړي.
نوموړي ویلي: په افغانستان کې هند ته پر بنسټیزو برخو په ځانګړي توګه د ښاري بېخبناوو لپاره د پانګونې زمینه مساعده ده. په افغانستان کې د هند پانګونه درې میلیارد دالره ارزول شوې، چې لویې پروژې یې د سلما بند رغول، د ۴۲ میګاواته اوبیزبرښنا استيشن، د ایران مهم بندرونه لکه چابهار او د افغانستان د پارلمان ودانۍ شاملې دي. هند کولی شي د هغو پروژو چارې بیا پیل کړي، چې په نیمايي کې یې پرې ایښې دي او پر نویو پروژو هم پانګونه وکړي.
دغه راز د افغانستان اسلامي امارت د ښاري پراختیا وزیر حمدالله نعماني په دې وروستیو کې د هند له شارژدافیر بهارت کمار سره لیدلي او وایي، چې هېواد یې د بېخبناوو په بیارغونه او دوام کې د هند مرستې ته اړتیا لري.
همدارنګه د اسلامي امارت یو بل لوړپوړي غړي انس حقاني په عربي متحده اماراتو کې له یو شمېر افغانانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې افغانستان اوس له جګړه ییز حالته وتلی او امنیت ټینګ شوی دی.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې اسلامي امارت په افغانستان کې پر اوږدمهاله اقتصادي برنامو کار کوي څو هېواد آبادۍ ته ورسېږي.
اقتصادي شنونکی شبیر بشیري د سیمې هېوادونو له لوري په افغانستان کې د پانګوني راجلبولو پر لیوالتیا خوښي ښيي او وايي، چې په افغانستان کې د هند پانګونه کولی شي هېواد یوه نسبي پایداره اقتصادي پراختیا ته ورسوي.
اسلامي امارت داسې مهال په افغانستان کې د هند د نیمګړیو پروژو د بشپړېدو غوښتنه کوي، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ دا مهال د دې هېواد د ۴۰۰ پروژو چارې نیمګړې پاتې دي.