تازه خبرونه

افغانستان د نړۍ ملاتړ ته اړتیا لري

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، قریشي په افغانستان کې پر امنیت، ثبات او د ټولګډونه سیاسي جوړجاړي پر اهمیت ټینګار څرګند کړ.

قریشي ویلي؛ نړیواله ټولنه دې د افغانستان له خلکو مالي ملاتړ وکړي، چې بشري وضعیت ښه او اقتصادي خوندیتوب رامنځته شي.

هغه له افغانستان څخه د ډیپلوماټانو، نړیوالې ټولنې د کارکوونکیو او نورو په ایستلو کې د پاکستان له هڅو او آسانتیاوو رامنځته کولو هم یادونه وکړه.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د بلجیم استازې د دوی د دیبلوماتونو په ایستلو کې د پاکستان له ملاتړ، هڅو او آسانتیا رامنځته کولو څخه مننه وکړه.

دغه راز ناټو عمومي منشي د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو یوې غونډې ته څرګنده کړې، چې د افغانستان راتلونکی حکومت باید په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخه کې شوي پرمختګونه له پامه ونه غورزوي.

د ناټو عمومي منشي له خپلو ملګرو او امریکا غوښتي، چې د افغانستان نوی حکومت وروسته له هغې به پر رسمیت وپيژندل شي، چې نړیوالو تعهداتو ته ژمن او هغه پلي کړي.

د امریکا سیاسي او پوځي سیال د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي، چې نور هېوادونه باید پر افغانستان د خپلې ډیموکراسۍ د تپلو هڅه ونکړي او د افغانستان تاریخي، ملي او مذهبي ځانګړنې باید په پام کې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان سیاسیون او ولس له طالب رهبرانو غواړي، چې هر څومره زر د نوي حکومت پر جوړښت یوې پایلې ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version