تازه خبرونه

افغانستان د نړیوالې ټولنې د مرستو بندیدو له خطر سره مخ دی- حنیف اتمر

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي نن دوشنبه د لړم ۲۶ په ولسي جرګه کې د خپلو کاري هڅو په اړه د څرګندونو پر مهال له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو له بندیدو خبرداری ورکړی دی.

بهرنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر حنیف اتمر ویلي، چې نړیوالې ټولنې افغان حکومت او طالبانو ته له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره لس شرطونه وړاندې کړي او دا شزطونه نن د کابینې په ناسته کې تر بحث لاندې نیول کیږي.

حنیف اتمر زیاته کړې، چې دا خطر هم شته، چې د سولې رامنځته شوې ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع هم زیانمنه شي.

د افغانستان د جګړې او سولې څېړنیز مرکز هم خبرداری ورکړی؛ که په افغانستان کې د نړیوالې تولنې مرستې بندې شي، له یوې خوا به د سولې خبرې ناکامې شي او له بلې خوا به افغانستان له خطرناک حالت سره مخ شي.

د افغانستان د جګړې او سولې څېړنیز مرکز مشر تمیم عاصي ویلي؛ په دې صورت کې به افغانستان د کورنۍ جګړې لوري ته ولاړ شي او د سیمې د هېوادونو د نیابتي ډلو مخامخ کېدل هم شوني دي.   

تر اوسه طالبانو د نړیوالې ټولنې د شرطونو په اړه غبرګون ندی ښودلی؛ خو ویل کیږي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام له شرطونو څخه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کموالی او د سیاسي توافق پر نخچه هوکړه هم برخې دي.  

د مالیې وزارت نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال ولسي جرګې ته ډاډ ورکړی؛ که د باور رایه یې خپله کړه؛ نو تر ۲۰۲۵ پورې به د کورنیو عوایدو کچه تر ۴۰۰ میلیارد افغانیو لوړه کړي او په همدې کال کې به د افغانستان اقتصادي خپلواکي هم اعلام کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دوه میاشتو وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو څلور کلنه ژمنه پاي ومومي؛ خو دا تمه هم شته، چې په ژنیو کې به نړیواله ټولنه یو ځل بیا له افغانستان سره د مرستو ژمنه تازه کړي.

Trending

Exit mobile version