لوبی

افغانستان د منځنۍ آسیا د فوټسال په سیالیو کې دوه یم ځای خپل کړ

Published

on

(Last Updated On: )

افغانستان په بشکیک ښار کې د مرکزي آسیا له ۱۹ کلونو څخه د ټیټ عمره فوټسال لوبو په سیالیو کې دوه یم ځای خپل کړ.

د افغانستان له ۱۹ کلونو ټیټ عمره فوټسال لوبډلې د قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان پر وړاندې په درې سیالیو کې خپل ځواک څرګند کړ.

دوی د ایران پر وړاندې یوازې یو ځل مات شوي؛ خو د ۹ نمرو له لرلو سره یې دوه یم  ځای خپل کړ.

افغانستان په خپله وروستۍ لوبه کې ازبکستان ته د ۸ پر ۱ په ستر توپیر ماتې ورکړه او په بله لوبه کې ایران کوربه هېواد قرغزستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی امید قنبري د ټورنمنټ غوره لوبغاړی وټاکل شو او د ارزښتمن لوبغاړي جایزه یې وګټله.

امید قنبري د ۶ ګولونو پر ترسره کولو د لوبډلې لپاره دوه یم ځای خپل کړ.

Trending

Exit mobile version