لوبی
افغانستان د مرکزي آسیا فوتسال جام په لومړۍ لوبه کې قرغزستان ته ۵ـ۴ ماتې ورکړه
د افغانستان فوتسال ملي لوبډلې د مرکزي آسیا فوتسال جام ( کافا ) په لومړۍ لوبه کې قرغزستان ته ۵ـ۴ ماتې ورکړه.
دا سیالۍ د یکشنبې پر ورځ ( د زمري لومړې نېټه) د تاجکستان په مرکز دوشنبه ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان لوبډلې لوبډلمشر علي فیاضي ویلي: د هر تورنمنت لومړۍ لوبه په رښتیا، چې ستونزمنه ده… سیاله لوبډله واقعاً یوه نالیدلې لوبډله وه. د الله پاک شکر دی، چې لوبه مو وګټله. مونږ دا بریا د افغانستان خلکو ته وړاندې کوو او ان شاالله په راتلونکیو لوبو کې به هم بریا خپله او د خپلو خلکو زړونه خوشحاله کړو.
د مرکزي آسیا د فوتسال په سیالیو کې شپږ لوبډلې؛ افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، ایران او ترکمنستان ګډون کوي.
افغان لوبډله به د دوشنبې پر ورځ له ازبکستان سره لوبه وکړي.