تازه خبرونه
افغانستان د مذهبي آزادیو له پلوه د نړۍ یو ډېر بد هېواد دی – د امریکا د مذهبي آزادیو کمیسیون

د امریکا د نړیوالې مذهبي آزادۍ کمیسیون ويلي، افغانستان د مذهبي آزادۍ له پلوه د نړۍ یو له ډېرو بدو هېوادونو څخه دی.
دغه مشورتي بنسټ د دوشنبې پر ورځ د غویی پر ۵ په خپل کلني راپور کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته وړاندیز کړی، چې افغانستان د اسلامي امارت له راتګ وروسته د مذهبي آزادیو له پلوه د نړۍ د بدو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.
د دغه کمسیون د څرګندونو له مخې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په ځانګړي توګه د اندېښنې وړ دی او له هغه وخت راپدیخوا، چې اسلامي امارت په افغانستان کې بیا واکمن شوی، په دغه هېواد کې د مذهبي اقلیتونو غړي د خپلو مذهبي عقایدو په خاطر ځورول شوي، نیول شوي او وژل شوي دي.
راپور د اسلامي امارت لخوا د لږکیو د حقونو نه زغم او سیستماټیکې سرغړونې پر ګوته کوي او وایي، چې افغانستان له مذهبي آزادیو څخه د سرغړونې له ۱۵ لویو هېوادونو څخه یو هېواد دی.
راپور په هېواد کې پر مذهبي لږکیو د داعش پورې تړلو اورپکو ډلو لخوا د بریدونو په اړه د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ ویلي، چې یهودي، هندو او سکهـ اقلیتونه هم له افغانستان څخه تښتي.
راپور دا وړاندیز هم کوي، چې چین، اریټریا، ایران، میانمار، شمالي کوریا، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ترکمنستان هغه هېوادونه دي د امریکا بهرنیو چارو وزارت د مذهبي آزادۍ د سرغړونکیو په نوملړ کې اوس هم پاتې شي.