تازه خبرونه
افغانستان د لوږې په نړیوال شاخص کې ۱۰۹ ځای لري

د لوږې په وروستي نړیوال شاخص کې افغانستان د نړۍ د ۱۲۱ هېوادونو تر منځ یو سل و نهم ځای خپل کړی دی.
د لوږې نړیوال شاخص په نړیواله، سیمه ییزه او ملي کچه د لوږې د هراړخیزې کچې د ښودلو وسیله ده. دا کچه د بېلابېلو ۴ شاخصونو( لوږې، خوارځواکۍ، د ماشومانو لنډوالي او مړینې) د ارزښتونو پر بنسټ ولاړه ده. د دې شاخص نمرې د ۱۰۰ پر کچه محاسبه کیږي.
افغانستان د سږ کال د لوږې په نړیوال شاخص کې ۲۹ اعشاریه ۹ نمرې اخیستې دي.
د لوږې د نړیوال شاخص د وروستي راپور له مخې؛ په افغانستان کې ۲۹ اعشاریه ۸ سلنه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي او ۵ اعشاریه ۸ سلنه ماشومان له پېنځه کلنۍ مخکې مري. همدارنګه، ۳۸ اعشاریه ۲ سلنه له پېنځه کلونو څخه کم عمرلرونکي ماشومان د لنډې ونې رنځ وړي.
په دغه راپور کې راغلي، چې افغانستان له وچکالۍ، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، سختې بې وزلۍ او د اوکراین د جګړې له کبله په نړیواله کچه د خوراکي توکو او تېلو د بیو له لوړېدو اغېزمن شوي دي.
د لوږې د نړیوال شاخص کلنی راپور د دوه اروپايي غیر انتفاعي بنسټونو لخوا چمتو کیږي.