لوبی
افغانستان د فوټسال درېیمه لوبه اوکراین ته بایلوله
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴فوټسال نړیوال جام درېیمه لوبه د اوکراین لوبډلې ته ۴ـ ۱ پر توپیر بایلوله.
دا لوبه د شنبې پر شپه د وږي پر یودېرشمه د ازبکستان په اندیجان لوبغالي کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې مهران غلامي د افغانستان یوازنی ګول وواهه او د اوکراین دروازه یې پرانیسته.
په ټول هېواد کې مینهوال کولی شي، چې د فوټسال نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډلې یو ځل بیا سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
با این پیروزی، افغانستان برنده سلسله مسابقات دوجانبه شد. در بازی اول روز چهارشنبه، افغانستان با تفاوت ۶ ویکت افریقای جنوبی را شکست داده بود.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د جمعې پر ورځ د جنوبي افریقا پر وړاندې یوه بله پیاوړې بریا خپله کړه. افغانستان په دوهیمه یوه ورځنۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د ۱۷۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د دې لوبلړ ګټونکی شو.
رحمان الله ګربز ۱۰۵ منډې وکړې او افغانستان د ۴ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۳۱۱ منډې جوړې کړې. راشد خان د خپلې کلیزې پر ورځ پېنځه ویکټې واخیستې او سویلي افریقا پر ۱۳۴ منډو وسوځېده.
له دې بریا سره افغانستان د دوه اړخیزو سیالیو لړۍ وګټله.
د چارشنبې پر ورځ په لومړۍ لوبه کې افغانستان سویلي افریقا ته د ۶ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
د جمعې د ورځې په لوبه کې د پچې له ګټلو وروسته افغانستان په بشپړ ډول لوبه په خپل واک کې لرله او یوه زړهراکښونکې توپوهنه یې نندارې ته وړاندې کړه.
ګربز پر ۱۱۰ توپونو ۱۰۵ منډې جوړې کړې او هغه لوبغاړی شو، چې د افغانستان لپاره یې په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.
عظمت الله عمرزي له ۵۰ توپونو د ۸۶ منډو په ګډون څلور ۶ شپږې جوړې کړې.
رحمت شاه هم ۵۰ منډې وکړې.
سویلي افریقا د ټاکلي هدف لپاره ښه پیل درلود؛ ځکه، چې د ټمبا باووما او لوبډلمشر ټوني دوورزي په ګډه د ۷۳ منډو پر جوړولو ښه وځلېدل.
له هغې وروسته، چې باووما د عمرزي لخوا وسوځول شو؛ سویلي افریقا پرلهپسې ویکټې له لاسه ورکړې.
راشد خان، چې د توپوهنې پر مهال یې پښه ټپي شوې وه په ۹ اورونو کې یې پېنځه ویکټې واخیستې او یوازې ۱۹ منډې یې ترسره کړې. ننګیال خروټي ۴ ویکټې واخیستې او ۲۶ منډې یې ورکړې.
راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د دې لړۍ وروستۍ لوبه به د یکشنبې په ورځ په شارجه کې ترسره شي.
(رویټرز)
لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته تاریخي ماتې ورکړه
فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر د دې لوبې ستوري وه، چې دواړو لوبغاړو په ټولیزه توګه اووه ویکټې واخیستې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځني نړیوال لوبلړ په لومړۍ لوبه کې خپل سیالان پر یوازي ۱۰۶ منډو له ډګره وتلو ته اړ کړل او د خپلې زړهراکښونکې توپاچونې په پایله کې يې د بریا پر لوري خپل ګام پورته کړ.
فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر د دې لوبې ستوري وه، چې دواړو لوبغاړو په ټولیزه توګه اووه ویکټې واخیستې.
سویلي افریقا د پچې له ګټلو وروسته د توپاچونې پرېکړه وکړه؛ خو د فاروقي له لوري ریزا هینډریکس او آېډن مارکرام ژر وسوځېدل.
فاروقي بیا ټوني ډي زوزي او غضنفر په ورته وخت کې تریسټان سیټبیز او جیسن سمیټ پرته له کومې منډې له ډګره وتلو ته اړ کړل.
د سویلي افریقا، چې خپل وضعیت پر ۲۹ منډو او د پېنځه لوبغاړولرې کېدو له لاسه ورکړي و؛ ډېر ژر پر ۳۶ منډو او ۷ ویکټو بدل شو، کایل ویرین او انډیل فالوکایو وسوځېدل.
په هرصورت، د ویان مولډر او بوورن فورټوین ترمنځ د ۳۹ منډو ملګرتیا د سویلي افریقا وضعیت یو څه ښه کړ.
فورټوین د راشد خان لخوا وسوځول شو؛ خو مولډر د سویلي افریقا سل منډې وغځولې.
مولډر لږ وروسته د فاروقي لخوا وسوځول شو. هغه په ۸۴ توپونو ۵۲ منډې تر سره کړې.
بیا راشد خان لونګي نګيډي وتلو ته اړ کړ او سویلي افریقا په ۳۳.۳ اورونو کې له منځه ولاړه.
افغانستان به د جمعې پر ورځ له سویلي افریقا سره د درې یو ورځنیو لوبو دوهیمه لوبه وکړي.
لوبی
په فوټسال نړیوال جام کې افغانستان ارجنټاین ته لوبه بایلوله
دا لوبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې تر سره شوه.
د هېواد فوټسال ملي لوبډلې نن شپه د نړیوال جام په خپله دوهیمه زړهراکښونکې لوبه کې ارجنټاین ته ۲-۱ لوبه بایلوله.
دا لوبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې تر سره شوه.
د افغانستان لپاره په دې لوبه کې یوازنی ګول حسین محمدي وواهه.
د هېواد فوټسال لوبغاړو په خپله لومړۍ لوبه کې د انګولا لوبډله ۶ـ ۴ وړې وه.
افغانستان به په خپله بله لوبه کې د راتلونکې شنبې پر ورځ له اوکراین سره مخامخ شي.
په ټول هېواد کې د فوټسال مینهوال کولی شي، چې دا نړیوال جام پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره لوبه لري
-
لوبی4 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته تاریخي ماتې ورکړه
-
نړۍ4 days ago
موساد د حزب الله په ۵ زره پیجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه – رویټرز
-
تازه خبرونه5 days ago
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
نړۍ4 days ago
کامالا هریس په غزه کې د جګړې د پای او د فلسطین د نه نیولو غوښتنه وکړه
-
لوبی4 days ago
په فوټسال نړیوال جام کې افغانستان ارجنټاین ته لوبه بایلوله
-
لوبی4 days ago
افغانستان په فوټسال نړیوال جام کې له ارجنټاین سره سیالۍ ته چمتو دی
-
تازه خبرونه3 days ago
سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري – روزا اتنبایوا