تازه خبرونه
افغانستان د سعودي او ایران د دیپلوماتیکو اړیکو له بیا پیلېدا هرکلی وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د شنبې پر ورځ د سعودي عربستان او ایران د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو له هوکړې هرکلی وکړ او دا په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو اړین ګام بولي.
د دغو دواړو هېوادونو دیپلوماتیکې اړیکې، چې په ۲۰۱۶ ز. کال کې پرې شوې وې؛ د روان کال د کب له ۱۵ څخه تر ۱۹ / د مارچ له ۶ څخه تر ۱۰ پورې په بیجینګ کې له خبرو اترو وروسته رامنځته شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دا تړون د سیمه ییزې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو ارزښتمن ګام دی.
د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خپلې متوازنې بهرنۍ پالیسۍ له په پام کې نیولو سره باوري دی، چې دا اقدام به په سیمه کې د څو اړخیزو اړیکو او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي.
همداراز زیاته شوې؛ اسلامي امارت د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د چین پر کوربتوب له خبرو اترو هرکلی کوي.
سعودي عربستان او ایران تمه لري، چې په دوه میاشتو کې دننه خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.