د هوا حالاتو بدلونونه

افغانستان د اوبو پر زیربناوو پراخې پانګونې ته اړتیا لري-هبیتات

د دې پروګرام مشرې سټیفاني لوس په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې افغانستان د اوبو په زیربناوو کې پراخې پانګونې ته اړتیا لري.

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام (یو این هبیتات) ويلي، چې په افغانستان کې ۲۱ میلیون خلک دا مهال د اوبو له ناورین سره مخ دي او دا هېواد د اوبو پر زیربناوو پراخې پانګونې ته اړتیا لري.

د دې پروګرام مشرې سټیفاني لوس په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې افغانستان د اوبو په زیربناوو کې پراخې پانګونې ته اړتیا لري.

د مېرمن لوس د څرګندونو له مخې: د افغانستان لوی ښارونه لکه کابل، کندهار او هرات هم د اوبو له رامنځته شوي ناورین سره مخ دي؛ ځکه، چې د ځمکې لاندې اوبه د ټیټېدو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام په افغانستان کې د اوبو د کمښت په اړه دا خبرداری په داسې وخت کې ورکوي، چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) د اټکلونو له مخې؛ اتیا سلنه افغانان کافي اوبو ته لاسرسی نلري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) په افغانستان کې د دې هېواد د یخچالونو چټکه ویلېکېدا د اوبو د کمښت لامل بللی او څرګندوي، چې دا یخچالونه د اقلیم د بدلون له کبله ویلې کېږي، چې له کبله یې افغانستان د اوبو له کمښت سره مخ او د اوبو لګولو او خوراکي توکو تولید یې هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځینې خلک د اوبو له کمښت اندېښمن شوي او وايي، چې د اوبو کمښت مو ژوند له ننګونې سره مخ کړی دی.

 

Trending

Exit mobile version