لوبی
افغانستان د انګلستان له ماتې وروسته خپلو بریاوو ته هیله من دی – راشد خان

(Last Updated On: )
د افغانستان ملي لوبډلې تکړه غړي راشد خان څرګنده کړې: په لوبه کې هر څه پېښېدلی شي؛ خو یوازې مثبت ذهنیت او پر ځان باور هیله بښونکي دي او مونږ د هر لوري د ماتولو وس لرو.
ستوري راشد خان ویلي؛ افغانستان د شنبې پر ورځ د آسترالیا په پرت لوبغالي کې د شل آوریز نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې له انګلستان څخه په پېنځه ویکتو ماته وخوړه؛ خو خپل هیله بښونکی استعداد یې د نورو لوبو ګټلو ته هڅوي.
راشد خان وایي؛ یقیناً مونږ به په راتلونکیو لوبو کې ډېر پرمختګ وکړو. بیټینګ هغه ساحه ده، چې مونږ په کې کار کولو ته ډېره اړتیا لرو.
انګلستان افغانستان پر ۱۱۲ منډو وسوځاوه؛ خو د مخالفې لوبډلې هدف یې هم نولسم آوور ته ورساوه.
افغانستان به راتلونکې چارشنبه په میلبورن کې له نیوزیلیند سره لوبه کوي.