Connect with us

لوبی

افغانستان د آسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په درېیمه لوبه کې له نیپاله ماتې وخوړه

افغانستان د آسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په خپلو دوه نورو سیالیو کې هم له سریلانکا او بنګله دېش څخه ماتې ماتې خوړلې وې.

خپور شوی

د

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د اسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په درېیمه ګروپي لوبه کې د یوه ویکټ پر توپیر ماتې وخوړه.

افغانستان د آسیا ۱۹ کلنو کرکټ جام په خپلو دوه نورو سیالیو کې هم له سریلانکا او بنګله دېش څخه ماتې ماتې خوړلې وې.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ‌وهنه وکړه.

د هېواد ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې لوبغاړو په ۳۵.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او له ۱۲۳ زیاتې منډې یې جوړې نکړې.

د لوبې په دوه‌یمه نیمايي کې د نیپال لوبډلې په ۴۱.۳ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سوځیدو ۱۲۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.

لوبی

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ ټیسټ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده

په دې لوبه کې، چې د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي شپږمه ) پیل شوه؛ زمبابوې پچه وګټله او پخپل لومړي وار یې ۵۸۶ منډې جوړې کړې. افغانستان پخپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۹۹ منډې وکړې.

Published

on

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټیسټ کرکټ لړۍ لومړۍ لوبه (د دوشنبې پر ورځ د مرغومي لسمه) بې پایلې پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې، چې د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي شپږمه ) پیل شوه؛ زمبابوې پچه وګټله او پخپل لومړي وار یې ۵۸۶ منډې جوړې کړې. افغانستان پخپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۹۹ منډې وکړې.

لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۲۴۶، رحمت شاه ۲۳۴ او افسر ځاځي ۱۱۳ منډې جوړې کړې.

د دې لوبې په پېنځمه او وروستۍ ورځ د زمبابوې لوبډلې خپله دوه‌یمه توپ‌وهنه پیل کړه او د څلورو لوبغاړو پر سوځېدو یې ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ به دوه‌یمه ټیسټ لوبه د روانې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ پیل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د آریانا سنوکر سیالۍ راتلونکې میاشت ترسره کیږي

دغه سيالۍ به د سلواغې د درویشتمې او نهه‌ویشتمې تر منځ په کابل کې د يوې اوونۍ لپاره د هېواد د ١٦ غوره لوبغاړو په ګډون ترسره شي.

Published

on

آریانا راډیو ټلویزیون( ATN ) د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لسمه ) د "آریانا سنوکر اتلولۍ جام" په زړه پورې سیالۍ، چې ټاکل شوې د سلواغې په وروستیو کې ترسره شي؛ تولید او خپروي.

دغه سيالۍ به د سلواغې د درویشتمې او نهه‌ویشتمې تر منځ په کابل کې د يوې اوونۍ لپاره د هېواد د ١٦ غوره لوبغاړو په ګډون ترسره شي.

د آریانا راډیو ټلویزیون سوداګریز رییس لطف الله ستانکزي د دغو سیالیو د تولید او خپراوي د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي: « نن مونږ د سنوکر سیالیو د ترسره کولو د تړون د لاسلیک شاهدان یوو. په آریانا ټلویزیون کې تل زمونږ هڅه دا ده، چې څنګه کولی شوو کورنیو او نړیوالو لوبو ته وده ورکړو او څنګه کولی شوو په ښه او ګټور ډول یې د ټول افغانستان هېوادوالو ته ورسوو. دا په افغانستان کې د سپورټ د ودې او د سپورټي ټولنې لپاره زمونږ د ژمنو یوه برخه ده او هیله لرو، چې د دې کار پر ترسره کېدا مونږ سنوکر ته زیاته پاملرنه راواړوو."

د هېواد د سنوکر ملي فډراسیون رییس وحیدالله اصغري ویلي: نن د افغانستان د سنوکر ملي فډراسیون او آریانا نړیوال ټلویزیون ترمنځ د دې هوکړه لیک پر لاسلیکولو د افغانستان د سنوکر د ودې، پرمختګ او هڅونې په لاره کې یو بل مثبت او هڅوونکی ګام پورته شو، چې ورسره به دې شاهانه سپورټ ته د ځوانانو هڅې او همدارنګه د دې فډراسیون فعالیتونه وځلیږي."

د آريانا ټلويزيون د سوداګریز رییس په هېواد کې د سنوکر د ودې لپاره د دې سياليو ترسره کول اغېزمن بولي، چې د سنوکر د ملي فډراسيون مشر هم پرې ټينګار وکړ.

لطف الله ستانکزي ویلي: " د افغانستان په ډېرو ځایونو کې خلک د سنوکر لوبه کوي؛ خو میکانیزه شوې نده. زه فکر کوم، چې دا لیګ‌ او سیالۍ به دې اړه مثبت اغېز ولري او زه یې یوه ځلېدونکې راتلونکی وینم."

وحید الله اصغري ویلي: د دې شبکې او دې نړیوالې معتبرې رسنۍ له لارې د دغو سیالیو خپرول کولی شي له مرکز څخه تر ولایتونو او له ولایتونو څخه کلیو او بانډو ته د دې شاهانه سپورت د ودې او پراختیا په برخه کې ګټورې اغېزې ولري.

د يادونې ده، چې د آريانا سنوکر په سياليو کې به دوه افغان کډوال، چې په ايران او پاکستان کې مېشت دي هم ګډون ولري.

Continue Reading

لوبی

افغانستان له زیمبابوې څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

په دې لوبه کې کرکټ ملي لوبډلې کوربه لوبډلې ته په ۳۰.۱ اورونو کې پر ۱۲۷ منډو وسوځول.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې زمبابوې ته د ۸ ویکټو پر ماتې ورکړه او دغه لړۍ یې وګټله.

په دې لوبه کې کرکټ ملي لوبډلې کوربه لوبډلې ته په ۳۰.۱ اورونو کې پر ۱۲۷ منډو وسوځول.

په دې جالبه لوبه کې یوازې الله محمد غضنفر ۵ ویکټې واخیستې. راشد خان درې، عظمت الله عمرزي او فرید احمد یوه - یوه ویکټه واخیسته.

د دې لړۍ لومړۍ لوبه د باران له کبله لغو شوه.

دوه‌یمه لوبه هم د ۲۳۲ منډو پر توپیر د افغانستان پر ګټه پای ته ورسېده.

له دې سیالیو مخکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لړۍ ګټلې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!