Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان دې د تحریک طالبان پاکستان مشران راوسپاري – محسن نقوي

خپور شوی

د

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د افغانستان له اسلامي امارت غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشران دې وروسپاري.

محسن نقوي د یکشنبې پر ورځ د لاهور په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: هغه برید، چې پېنځه چینایي انجنیران او د هغوی پاکستاني ډریور په کې ووژل شول؛ په افغانستان کې پلان شوی او په پاکستان کې د شته اسانتیاوو پر مرسته ترسره شو.

هغه د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته څرګنده کړې: "د TTP مشرانو دا برید د یوې ځانګړې پروژې په توګه طرحه کړی وه او د دښمن استخباراتي ادارو دوی ته د دې برید لپاره ډېرې پیسې ورکړې."

نقوي له اسلامي امارت وغوښتل، چې د تحریک طالبان پاکستان د مشر نور ولي محسود، د پاکستان په ملاکنډ سیمه کې قومندان عظمت الله او د دې ډلې د نورو مشرانو ترڅنګ بختیار شاه، عبدالله او خان ​​لالا نومي دا درې کسان دې ونیسي.

هغه ويلي: " مونږ له افغانستان سره ښې اړيکې غواړو؛ خو د دې لپاره مهمه ده، چې دغه وسلوال ونيول شي، محاکمه شي او يا هم مونږ ته وسپارل شي."

د پاکستان او افغانستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې دي.

اسلام‌آباد وايي؛ کابل د هغو وسلوالو ډلو پر وړاندې، چې پاکستان په نښه کوي پوره کار نکوي.

نقوي وایي: " پاکستان په دې اړه د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره خبرې کړې او ټینګار یې کړی، چې هلته د فعالو ترهګرو پر ضد اقدام وکړي؛ خو تر اوسه مو کومه ښه پایله نده ترلاسه کړې."

هغه ویلي، چې وسلوال د افغانستان د چارسمبالي حکومت له کمزورۍ ګټه پورته کوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که افغان حکومت همکاري ونکړي؛ نو پاکستان به څه وکړي؟ محسن نقوي ويلي، چې "حکومت به یواړخیزه پرېکړه وکړي."

د پاکستان کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې کابو دوه اوونۍ وروسته له هغې کوي، چې د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف ویلي؛ په افغانستان کې پر چینايي انجنیرانو برید پلان شوی و او ځانمرګی هم یو افغان و.

د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې همغږي کوونکي رای طاهر هم د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر سره په رسنیز کنفرانس کې ویلي؛ بریدګر، چې اصلي نوم یې متقی او مستعار هغه یې تقي دی، د افغانستان وګړی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو تر اوسه د دغه برید په تړاو ۱۱ شکمن کسان نیولي دي.

رای طاهر وايي، بریدګر له برید څلور میاشتې مخکې له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتی و.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه ځانمرګی بریدګر د افغانستان په کونړ ولایت کې روزل شوی او یو له هغو څلورو وسلوالو څخه و، چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې پاکستان ته دننه شوی و.

هغه ویلي، چې په ملاکنډ ضلع کې یو موټر پلورونکي د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) له غړو سره مرسته کړې، چې له چاودېدونکیو توکو ډک موټر پاکستان ته راتېر کړي.

کله، چې نقوي وپوښتل شو، چې څنګه له چاودیدونکیو توکو ډک موټر پرته له دې، چې کشف شي د پاکستان دننه نږدې ۱۰۰۰ کیلومټره سفر وکړ؟ نقوي ویلي، چې امنیتي چارواکو موټر د پلټنو لپاره ودراوه؛ خو هیڅ شک پرې رامنځته نشو.

هغه دا هم ويلي، چې د موټر په چک کې د غفلت له کبله له چارواکو سره معامله شوې ده.

له دې مخکې د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان هغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې پر چینايي انجنیرانو په برید کې افغانان لاس لري.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، چې افغانان په دې ډول بريدونو کې لاس نلري او پر افغانستان تور لګول له حقيقته د ذهنونو اړولو يوه ناکامه هڅه ده.

تازه خبرونه

په ترکيه کې د يوې ربړي بېړۍ ۳۲ افغان کډوال ونيول شول

ویل کیږي، چې نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي.

Published

on

ترکي رسنیو ویلي؛ د ترکیې سمندري ځواکونو د اژه‌ سمندرګي په شمالي څنډه کې له يوې ربړي بېړۍ څخه ۳۲ افغان کډوال نيولي، چې ۱۶ یې ماشومان دي.

ویل کیږي، چې نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي.

ډېري افغان کډوال په قاچاقي توګه د ترکیې له ځینو ساحلي سیمو د اژه سمندرګي له لارې په وړو او غیرمعیاري بېړیو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدو لپاره ځانونه په خطر کې اچوي.

هر کال سلګونه هغه کډوال مري یا ډوبیږي، چې غواړي د ترکیې د اوبو یا ځمکې له لارې اروپا ته ولاړ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان هم د ماینونو له کبله یو سخت ځپل شوی هېواد دی – یوناما

یوناما لیکلي: “هره ورځ له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي او ځمکني ماینونه د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په ځانګړي توګه د ماشومانو، چې تر ټولو ډېر قربانیان دي.”

Published

on

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي نهمه) په ایکس پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړه، چې د جګړې له کبله یې د پاتې شویو ماینونو د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

یوناما لیکلي: "هره ورځ له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي او ځمکني ماینونه د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په ځانګړي توګه د ماشومانو، چې تر ټولو ډېر قربانیان دي."

په افغانستان کې د ماین پاکۍ بېړنۍ اړتیا ته په نغوته کې یوناما د ارمان نومي یوه ماشوم کیسه کړې، چې د چاودېدونکیو توکو له چاودنې وروسته یې بدن او مخ ټپي شوی دی.

د ارمان پلار هم د ماشومانو د لوبو په ځایونو کې د ځمکني ماینونو د ککړتیا په اړه اندېښنه ښیي او د ماشومانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې  د هالوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د روان کال په لړم کې اعلان وکړ، چې د افغانستان د ۲۶ ولایتونو له ۶۵ کیلومټرمربع زیاته ځمکه د ناچاودو توکو له کبله ککړه ده. د دې بنسټ د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو څلور هېوادونو څخه دی، چې "پر ځمکني ماینونو ډېر ککړ دي."

Continue Reading

تازه خبرونه

په نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار پر بندیز یو ځل بیا ټینګار وشو

د اقتصاد وزارت په وروستۍ کړنلاره  کې یو ځل بیا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د فعالیت پر بندولو ټینګار کړی او وایي، چې د دې کړنلارې پر بنسټ ټولې نادولتي موسسې مکلفې دي، چې دغه کړنلاره تعقیب او لازم اقدامات وکړي.

Published

on

اسلامي امارت یو ځل بیا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندولو حکم صادر کړ.

د اقتصاد وزارت په وروستۍ کړنلاره  کې یو ځل بیا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د فعالیت پر بندولو ټینګار کړی او وایي، چې د دې کړنلارې پر بنسټ ټولې نادولتي موسسې مکلفې دي، چې دغه کړنلاره تعقیب او لازم اقدامات وکړي.

دې وزارت خبرداری ورکړی، چې د سرغړونې په صورت کې به د سرغړوونکیو بنسټونو ټول فعالیتونه وځنډول شي او د فعالیت جوازونه به یې لغو شي.

اسلامي امارت د ښځو د تعلیمي، تحصیلي او کاري محدودیتونو پر دوام اوس یو ځل بیا په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندولو حکم صادر کړی دی.

د اقتصاد وزارت ل خوا په یوه خپاره شوي مکتوب کې راغلي، چې هیڅ کورنۍ او یا بهرنۍ خصوصي موسسه د دې جواز نلري، چې په خپلو ادارو کې ښځې او یا هم نجونې پر کار وګوماري.

په کړنلاره کې دا هم راغلي، چې که کومه موسسه له دې لارښوونو څخه سرغړونه وکړي؛ د سرغړونکې ادارې فعالیت به وځنډول شي او جواز به یې لغو شي.

د اقتصاد وزارت د مکتوب یوه برخه داسې ټینګار کوي: " یو ځل بیا ټولو غیر اماراتي موسسو ته لارښوونه کیږي، چې د دې وزارت (۲۲۹۳) شمېرې مکتوب له مخې د ښځینه قشر د وظیفې د ترسره کولو مخه ونیسي او لازم اقدامات ترسره کړي. که غیر اماراتي موسسې په دې برخه کې همکاري نه‌کوي؛ د سرغړونکې ادارې ټول فعالیتونه به وځنډول شي او د فعالیت جواز، چې له دې وزارت څخه یې ترلاسه کړي لغو کیږي.

د اقتصاد وزارت همدا راز ویلي، چې دا وزارت د نادولتي موسسو د ثبت او راجستر یوازنی قانوني واک لري او د اسلامي امارت پر استازیتوب د کورنیو او بهرنیو انجوګانو د ټولو فعالیتونو د څارنې او رهبرۍ دنده لري. ټولې نادولتي ادارې مکلفې دي، چې دغه حکم تعقيب کړي او له مخې يې لازم تدبيرونه ونيسي.

یو شمېر کارپوهان وايي؛ دا محدودیت کولی شي په افغانستان کې د اړینو خدماتو پر وړاندې کولو کې منفي اغېز ولري. په داسې حال کې، چې په وینا یې هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې  هم د ښځو پر وړاندې د زیاتېدونکیو محدودیتونو په اړه اندېښمنې دي.

د اقتصاد وزارت دا اقدام په داسې حال کې د ښځو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو پر دوام ترسره کېږي، چې د کارپوهانو په وینا ښځې د افغانستان په کورني اقتصاد کې مهم رول لوبوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!