Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان ته هر کال د ۱۸۰ میلیون دالرو پر ارزښت لبنیات راوادردیږي

خپور شوی

د

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې ویلي، چې هر کال د ۱۸۰ میلیون دالرو پر ارزښت لبنیات له بهرنیو هېوادونو واردېږي، چې دا کار باید په هېواد کې پر مالدارۍ پانګونې ته زمینه برابره کړي.

د کرني او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ د مالدارۍ او فارم جوړونې د سکتور د پراختیا لپاره به هڅې چټکې کړو او خصوصي سکتور ته به په کې د پانګونې زمینه برابره شي.

د کرنې اومالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ په هېواد کې د قرقل پسونو د نسل ساتنې او پراختیا ترڅنګ به خصوصي سکتور وهڅول شي، چې د مالدارۍ په سکتور کې پانګونه وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین زیاتوي، چې په هېواد کې د مالدارۍ د عصري کولو او فارمونو د پراختیا لپاره نوي پلانونه تر لاس لاندې لري.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین  مستعین وایي: مالداري د هېواد یو اړین سکتور دی. کرنې وزارت په پام کې لري، چې په دې سکتور کې خصوصي سکتور پانګونې ته وهڅوي او خپله هم د قرقول پسونو په ګډون د هېواد د مالدارۍ پخواني بهیر پراخه کړي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه او د خصوصي سکتور غړي وايي؛ هېواد ته هرکال  د نږدې ۱۸۰ میلیون دالرو پر ارزښت لبنیات له ګاونډ او د نړۍ  له نورو هېوادونو څخه وا ردیږي.

دوی زیاتوي؛  که خصوصي سکتور ته زمینه برابره شي  چمتو دي، چې د صنعتي مالدرۍ  په برخه کې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: که د کرنې او مالدارۍ وزارت په دې برخه کې خصوصي سکتور ته ځمکه، انرژي او د سړخونو آسانتیاوې برابرې کړي؛ خصوصي سکتور پانګونه کولی شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده ویلي؛ مونږ هیله لرو، چې خصوصي سکتور ته د پانګونې فرصت او زمینه برابره شې. خصوصي  سکتور کولی شي په کور د ننه زیاته پانګونه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو هم  ويلي؛ د مالدارۍ په سکتور د پانګونې زیاتوالی هېواد له اقتصادي بحران  څخه ایستلی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي : زمونږ هېواد کرنیز دی او د لته د مالدارۍ په سکتور کې  پانګونه او دې سکتور ته د پراختیا ورکولو لپاره ډېر لوړ ظرفیت لرو. هیله لرم، چې د کرنې وزارت دې برخي ته جدي پاملرنه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې افغانستان ته اوس هم د غټو  مالونو غوښې، د چرګانوغوښې، د چرګانوهګۍ، د ماهیانوغوښې، شیدې، مستې، تروې، پیروی، پنیر، شات او د اړتیا وړ نور هغه محصولات د ګاونډ هېوادونو په  ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو واردیږي.  په دا سې حال کې، چې افغانستان یې پخپله تولیدي وړتیاوې لري. 

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!