سوداگري
افغانستان ته د تاجکستان د برښنا صادرات ۱۷ سلنه زیاتيږي

د تاجکستان د برښنا دولتي شرکت مشر محمد عمر آسوزاده پرون( د سلواغې پېنځهویشتمه ) د دغه هېواد له رسنيو سره په مرکه کې ويلي؛ چمتو دى، چې افغانستان ته د برښنا پلور ١٧ سلنه زيات کړي.
د تاجکستان د برښنا شرکت مسوولینو ویلي؛ په ۲۰۲۳ کال کې ۲.۷ میلیارده کیلو واټ ساعتونه برښنا صادره کړې، چې د تېر کال پر پرتله ۱۲۴ میلیون کیلو واټ ساعتونه په کې زیات شوي، چې له دې ټولو څخه شاوخوا یو اعشاریه شپږ میلیارد کیلو واټ ساعتونه افغانستان ته صادره شوې ده.
د تاجکستان لوری په داسې حال کې دا څرګندوني کوي، چې افغانستان د خپلي اړتیا وړ برښنا ډېره برخه له ګاونډ هېوادونو څخه تر لاسه کوي.
د برکي تاجک شرکت مسوولینو په تا جکستان کې رسنیو ته ویلي؛ د تاجکستان لوری چمتو دی، چې سږ کال افغانستان ته د برښنا په صادارتو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راولي.
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې رییس عبدالجبار ساپي وايي، چې د اسلامي امارت باید په کور د ننه د برښنا د تولید په برخه کې د پانګونې بهیر پیل کړی. د تاجکستان لهخوا افغانستان ته د برښنا صادارت به وکولی شي، چې تر یوه بریده په هېواد کې یوڅه مثبته اغېزه وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې د اواري لپاره باید د اوبو او برښنا وزارت په ګډون اړوند بنسټونه ټول د پانګونې د جذب لپاره هڅې وکړي. افغانستان په بېلابېلو برخو کې د برښنا د تولید ظرفیت لري او باید هڅې پر خصوصي سکتور راوڅرحیږي.
په افغانستان کې د کارېدونکې برښنا ډېره برخه وارداتي ده، چې څه باندې پنځوس سلنه یې ازبکستان او پاتې نوره يي له تاجکستان، ترکمنستان، ایران څخه واردیږي.
د روان ۱۴۰۲ ل. ل. کال د مرغومي په لومړیو کې برښنا شرکت ویلي وه، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به د دغه شرکت او تاجکستان ترمنځ د برښنا تړون وغځول شي. د تېر ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د افغانستان برښنا شرکت ویلي وه، چې افغانستان ۱۳۶۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لري؛ خو دوی په کور د ننه او له وارداتي سرچینو یوازې ۹۶۰ میګاواټه برښنا ترلاسه کوي.