سوداگري
افغانستان ته د ایران صادرات ۳۳ سلنه زیات شول
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې د ١٤٠٣ لمریز لېږدیز کال تر پايه به افغانستان ته د ايران صادرات دوه ميليارډ ډالرو ته ورسېږي.

د ایران د کانونو د صنایعو او سوداګرۍ خونې د سوداګرۍ د پراختیا کمیسیون ویاند سید روح الله لطیفي ويلي، چې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۳۳ سلنه زیات شوي دي.
دا خبر د ایران صدا او سیما خبري سرچینې د لطیفي د څرګندونو له مخې راخیستې دی.
هغه زیاته کړې؛ د روان کال په لومړۍ ربع کې افغانستان ته د ایران صادرات ۵۲۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي او دغه شمېر د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۳۳ سلنه ډېروالی ښیي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې د ١٤٠٣ لمریز لېږدیز کال تر پايه به افغانستان ته د ايران صادرات دوه ميليارډ ډالرو ته ورسېږي.
د روان کال د جنورۍ پر نههویشتمه له افغانستان سره د ایران د سوداګرۍ څانګې مشر حسین روستایي ویلي وه، چې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د کب له اتهویشتمې څخه د روان کال د غویی تر درېیمې پورې افغانستان ته د دغه هېواد د غیر نفتي توکو صادرات د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۴۱ سلنه زیات شوي دي.