تازه خبرونه

افغانستان ته د اسلامي افکارو شورا د جوړولو وړاندیز کوو- قبله ایاز

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان د اسلامي ایدیالوژۍ شورا مشر قبله ایاز د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د افغانستان د ملي پخلاینې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې به هغه ته د اسلامي افکارو شورا د جوړولو وړاندیز وکړي.

د پاکستان د اسلامي افکارو شورا مشر قبله ایاز ویلي، چې ایاز دیني او غیر دیني عالمان، یو مهم ټولنیز دریځ لري او باید خلکو ته په اړینو مسلو لکه دیموکراسۍ او دیموکراتیکو چلندونو لارښوونه وکړي.

د نوموړي په اند؛ که هرڅوک هڅه وکړي او وغواړي د ټولنې لپاره یوه بېلګه شي، ټولنه به مخ ره وړاندې ولاړه شي.

د دوشنبې پر ورځ اسلام آباد ته له رسیدو وروسته داکتر عبدالله د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.

قریشي عبدالله ته ډاډ ورکړ، چې اسلام آباد سولې ته د رسیدلو لپاره د افغانستان له هڅو بشپړ ملاتړ کوي.

قریشي ویلي: تاسې (افغانان) به وویني، چې مونږ د ثبات په راوستلو کې ستاسې ترڅنګ ولاړ یو؛ ځکه ،چې یو سوکاله افغانستان د سوکاله پاکستان ضمانت کوي.

عبدالله اوس مهال په درې ورځني رسمي سفر پاکستان ته تلی او ټاکل شوې، چې له لوړ پوړیو پاکستانيو چارواکو سره له لیدنو وروسته له یو شمېر ټولنو د استازیو په ګډون د چارشنبې پر ورځ له قبله ایاز سره هم وګوري.

Trending

Exit mobile version