Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان تجزیه کېدونکی هېواد ندی – عباس ستانکزی

خپور شوی

د

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ويلي؛ د افغانستان اوسنی نظام د قوم او مذهب پر بنسټ نه، بلکې د اسلامي شریعت پر بنسټ ولاړ دی او د دې نظام ساتنه د هر چا دنده ده او هېڅکله به ونه وېشل شي.

د پنجشنبې پر ورځ د وږي پېنځلسمه شېرمحمد عباس ستانکزي په یوه کلتوري پروګرام کې پر یووالي او ځمکني بشپړتیا ټینګار وکړ او وایي، چې له څو کلونو راپدېخوا د افغانستان د قومونو او ولایتونو د وېشلو هڅې روانې دي؛ خو دا هڅې به هېڅکله هم نتیجه ورنکړي او افغانستان نه وېشل کېدونکی دی.

عباس ستانکزی وایي: اوسمهال بېلابېل تبلیغات کېږي؛ خو دا هېواد د افغانستان د اصیلو بچیانو له برکته روغ پاتې شوی او د تباهۍ او تجزیې خوا ته تلی دی او نه به تجزیه شي او نه به هم د تجزیې اجازه ورکړ شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: افغانستان سیاسي او نظامي ازادي لري؛ خو بې پروا دښمن هم غلی ناست ناست نه دی؛ د استخباراتو، اقتصاد او پروپاګند په سنګر کې د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېږي.

هغه زیاته کړې، چې اوس په هېواد کې جګړه نشته، افغانستان په سیاسي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې پرمختګ ته اړتیا لري.

ویل کیږي، چې: مونږ باید د بیارغونې په برخه کې فعاله ونډه واخلو؛ خلک له مونږ څخه کار غواړي، یو کپ ډوډۍ غواړي، دوی سوله او امنیت غواړي، دوی سیاسي پرمختګ غواړي. یوازې حکومت ټول کارونه نشي کولی؛ دا د دې ملت د هر فرد دنده ده.

تازه خبرونه

اسلامي امارت د پخواني حکومت (۲.۷) میلیارډ افغانۍ پورونه ورکړل

د مالیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛  دې وزارت (۹۱۰) میلیون افغانۍ نړیوال بانک ته او شاوخوا (۱.۹) میلیارډ افغانۍ د آسیا پراختیايي بانک ته ورکړې دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د رهبر د پرېکړې له مخې؛ پر پخواني حکومت د یو شمېر بهرنیو بنسټونو پاتي (۲.۷) میلیارډ افغانۍ پورونه ورکړ شوي دي.

د مالیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛  دې وزارت (۹۱۰) میلیون افغانۍ نړیوال بانک ته او شاوخوا (۱.۹) میلیارډ افغانۍ د آسیا پراختیايي بانک ته ورکړې دي.

د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه راز په (۱۴۰۳لمریز لېږدیز) کال کې د یو شمېر بهرنیو بنسټونو د پورونو د ادا کولو لپاره له ملي بودجې څخه یوه مشخصه اندازه ځانګړې شوې، چې د پور ورکوونکیو بنسټونو له غوښتنې سره سم به د اسلامي امارت د مشرتابه پر لارښوونه ورکړ شي.

له دې مخکې ویل شوي وه، چې پخوانی حکومت له بهرنیو بنسټونو نږدې ۱۸ میلیارډ افغانۍ پوروړی دی.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې له هیڅ هېواد او بهرني بنسټ څخه پور ندی اخیستی؛ هڅه یې کړې، چې د پخواني حکومت ټول پاتې پورونه د مشرتابه د پرېکړې له مخې ورکړي او افغانستان د کوم بهرني هېواد او ادارې پوروړی پاتې نشي.

Continue Reading

تازه خبرونه

آلمان له ازبکستان سره د مهاجرت هوکړه لاسلیک کړه

شولز د یکشنبې پر ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف سره له کتنې وروسته ویلي؛ مونږ د بااستعداده کارګرانو د اړتیا وړ مهاجرت ته اړتیا لرو، چې اقتصاد به مو ورسره وده وکړي.

Published

on

د آلمان لومړي وزیر اولاف شولز ویلي؛ آلمان له ازبکستان سره یوه داسې هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې د اقتصادي ملاتړ لپاره د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه ماهر کارګر آلمان ته مهاجر شي او د ځینو نورو مهاجرو په بېرته ستنېدو کې مرسته وکړي.

شولز د یکشنبې پر ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف سره له کتنې وروسته ویلي؛ مونږ د بااستعداده کارګرانو د اړتیا وړ مهاجرت ته اړتیا لرو، چې اقتصاد به مو ورسره وده وکړي.

شولز پرته له دې، چې توضیحات ورکړي ویلي؛ دواړو هېوادونو د هغو کسانو لپاره، چې باید بېرته لاړ شي پر ساده، غیر بیوروکراټیک طرزالعملونو هم موافقه وکړه.

هغه د رسنیو هغو ګونګوسیو ته ځواب ورنکړ، چې ګنې له ازبکستان سره تړون به د هغو افغانانو د ایستلو لپاره هم کار وکړي، چې جرم یې کړی وي.

هغه زیاته کړې: بل دا، چې له نیکه مرغه په ​​ډېرو برخو کې د همکارۍ په اړه محرمې خبرې روانې دي.

جرمني د اګست پر دېرشمه ویلي وه؛ له سیمه‌ییزو ټاکنو څخه څو ورځې مخکې، چې مهاجرت د کمپاین مسله وه خپل هېواد ته د مجرم پېژندل شویو افغان وګړیو جبري ایستل بیا پیل کړي.

برلین په ۲۰۲۱ ز.کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو د اندېښنو له کبله افغانستان ته د خلکو راتګ ودراوه.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې: د آلمان کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر، چې له شولز سره یې په سمرقند کې اړوند هوکړه لاسلیک کړی ویلي؛ هغه افغانستان ته د نورو الوتنو پلان لري، چې سرغړوونکي افغان وګړي جبري وباسي.

فایسر وایي: خو مونږ به وګورو، چې له کومو هېوادونو سره د همکارۍ له مخې دا کار تر سره کړو.

د جرمني حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره کومې اړیکې نلري؛ خو د قطر پر منځګړیتوب یې په اګست کې د جرمني د وتلو لومړۍ الوتکه تر سره کړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

حقاني په افغانستان کې د پياوړي هوايي ځواک غوښتنه وکړه

حقاني د هوايي ځواک او هوايي دفاع له پوهنتون څخه د درې پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي؛ ډېر ژر به اسلامي امارت نړۍ ته ثابته کړي، چې په بېلابېلو برخو کې پر ځان متکي دی.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د شنبې پر ورځ د پوځي قطعاتو د وړتیاوو د لوړولو او ښه تجهیز د اړتیا ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د هېواد هوايي ځواک د افغانستان اصلي ساتونکی دی.

حقاني د هوايي ځواک او هوايي دفاع له پوهنتون څخه د درې پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي؛ ډېر ژر به اسلامي امارت نړۍ ته ثابته کړي، چې په بېلابېلو برخو کې پر ځان متکي دی.

هغه ویلي: زمونږ هوايي ځواکونه د وطن اصلي ساتونکي دي. نن که نړۍ مونږ د هوايي او ځمکني دفاع پر نلرلو تورنوي او یا یې وړتیا نلرو؛ تاسې په عمل کې ثابته کړه، چې نن مونږ درې کسان د ۳۰۰۰ کسانو برابر ګڼو او ان شاالله په لنډ وخت کې به پر ځان‌بسیا شو.

د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم د فراغت په مراسمو کې وینا وکړه او په ګاونډ هېوادونو کې یې د افغان پوځي الوتکو پر پرېښودو د امریکا پر پرېکړې سختې نیوکې وکړې، چې د جمهوري حکومت د سقوط پر مهال یې الوتنې وکړې.

فطرت دا ټینګار هم کړی، چې د اسلامي امارت دروازې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو پر مخ خلاصې دي.

هغه وایي: ځوانانو مو افغانستان خوشې کړ او وتښتېدل او اوس په پرديو هېوادونو کې ژوند کوي. که څه هم دوی هوسا او ډاډه هم وي؛ خو په هغو هېوادونو کې یې دین سمون نه خوري. که دوی واقعاً مسلمانان وي؛ د ګناه احساس کوي؛ نو د اسلامي امارت غېږ ټولو ته خلاصې دي، دوی باید بېرته هېواد ته راستانه شي.

دغه چارواکي خبرداری ورکړ؛ هغه کسان، چې د بهرنیانو پر امر د هېواد امنیتي وضعیت خرابوي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

هغه وایي: کوم حکومت، چې اوس په افغانستان کې حاکم دی؛ خپلواک دی او د افغانستان ټوله خاوره کنټرولوي او بشپړه خپلواکي لري او که څوک وغواړي، چې دلته امنیت ګډوډ کړي، که څه هم هغه افغان وي، که څه هم زمونږ د بدن برخه وي؛ مونږ به یې مخه ونیسو، چې خلک په پوره امن او سوکالۍ کې پاتې شي.

پر درې پیلوټانو سربېره، چې پدې اوونۍ کې فارغ شوي؛ نور ۱۲۰ کسان د هوایی ځواک پوهنتون ته استخدام شوي. دوی به د فراغت لپاره څلور کاله زده‌کړې وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!