سوداگري
افغانستان به په ټولو برخو کې پر ځان بسیا هېواد شي – ملا برادر

د لومړي وزیر لومړی مرستیال وايي؛ هڅه کوي، چې افغانستان په ټولو برخو کې پر ځان بسیا هېواد شي.
د کابل په بادام باغ کې د بزګر د شپږویشتم څلور ورځني جشن د نمانځلو په ننداریزو مراسیمو کې د اسلامي امارت د مشرتابه په ګډون د هېواد عامو خلکو او بزګرانو هم ګډون کړی دی.
د هېواد د لومړي وزیر لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ټولو برخو کې د افغانستان د پر ځان بسیاینې په برخه کې د هڅو په اړه ټینګار څرګند کړ، چې د کرنې له سکتور څخه ملاتړ او د هېواد د کرنې میکانیزه کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
ملا عبدالغني برادر، چې نن شنبه د وري ۶ یې په کابل کې د بزګرانو په شپږویشتم جشن کې خبرې کولې په ډاګه کړه؛ د کرنې له سکتور ملاتړ او د افغانستان د کرنې میکانیزه کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر پدې اړه ویلي؛ د کرنې له سکتور څخه ملاتړ، د اوبو د کانالونو، د شنو او سړو خونو جوړول، د کرنې میکانیزه کول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د کرنیزو محصولاتو بازار موندنه او د کرنیزو آفتونو کنټرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
د کرنې وزارت چارسمبالي د هېواد کرنيزو محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې د هڅو په اړه د خبرو پر مهال له ملي پانګوالو او سوداګرو وغوښتل، چې د کرنې په برخه کې خپلې پانګونې زياتې او آسانتیاوې برابرې کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت چارسمبالی عبدالرحمن راشد وایي: مونږ پر ملي پانګوالو او سوداګرو غږ کوو، چې راشي او په هېواد او د کرنې په سکتور کې پانګونه وکړي. مونږ ژمن یو، چې هغه آسانتیاوې رامنځته کړو، چې پانګوال مو ورته اړتیا لري.
د بزګر مېلې بله برخه د کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شوی څلږر ورځنی نندارتون دی، چې بزګرانو او تولیدوونکیو ورته خپل کرنیز محصولات د پلور لپاره ایښي دي.
په ننګرهار ولايت کې د کرنيزو توکو د نندارتون يوه ګډونوال صفی الله ويلي: په دې ورځو کې د خلکو کارونه خراب شوي دي.
د بادام باغ د کرنیزو توکو د نندارتون یو بل برخوال حضرت ګُل وایي د الله پاک شکر دی، د تېرو کلونو په پرتله پلور ښه دی؛ خو ګڼه ګوڼه هم ډېره نده.
دې نندارتون ته د کابل په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه میرمنې هم راغلي او خپلي لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کوي.
د بدخشان ولايت د کرنيزو توکو نندارتون ګډونوالې مري ګُل وایي: زمونږ محصولات شات، زیره، زنجبيل، کرت، د بدخشان کلچه او موم لایي دي او زه له لس کلونو راپدیخوا په کې ګډون کوم؛ خو سږ کال يې بازار ښه ندى.
له کابله د نندارتون یوه بله برخواله شیما یوسفزۍ څرګنده کړې: زه د اچارو محصولات، مربا، وچه ووږه، د نعناع اوبه، شنه چکني، د سنځلې اوړه، پوډر او داسې نور چمتو کوو، وچوو او بیا یې پلورو.
دا نندارتون به درې نورې ورځي هم په کابل کې د هېواد والو لپاره پرانیستی وي. د نندارتونو جوړونکي وايي، چې له دې کاره مو موخه کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنه ده.