لوبی
افغانستان بنګله دېش ته پر ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د شل اوریز نړیوال جام نیمهپایلوبې ته لار مومي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن (د چنګاښ پر پېنځمه) د ویسټ انډیز د شل اوریز نړیوال جام د اته غوره لوبډلو په پړاو کې بنګلدیش ته د ۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۵ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۱۵ منډې جوړې کړې او بنګلهدېش ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام د اته غوره لوبډلو په پړاو کې د بنګلدیش ۸ لوبغاړي وسوځول.
د بنګلهدېش لوبډله د لوبغاړو پر سوځېدو دې هدف ته ونه رسېده او افغانستان د اتو منډو پر توپیر د بنګلهدېش پر ماتولو د شل اوریز نړیوال جام نیمهپایلوبې ته لار پیدا کړه.
دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د شل اوریز نړیوال جام نیمهپایلوبې ته لار مومي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له دې مخکې هم اسټرالیا ته د ۲۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه، چې دا د ۲۰۲۴ کال په ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستره بریا بلل کیږي.
آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکو نیمه پایلوبې ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بریا جشن ونمانځه او لوبغاړو ته یې د نورو بریاوو هیله وړاندې کړه.
دا سیالۍ په افغانستان کې د آریانا ګلوبل تلویزیون له لارې په ژوندۍ او قانوني توګه خپریږي.