Connect with us

لوبی

افغانستان بنګله دېش ته پر ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د شل اوریز نړیوال جام نیمه‌پایلوبې ته لار مومي.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن (د چنګاښ پر پېنځمه) د ویسټ انډیز د شل اوریز نړیوال جام د اته غوره لوبډلو په پړاو کې بنګلدیش ته د ۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۵ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۱۵ منډې جوړې کړې او بنګله‌دېش ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام د اته غوره لوبډلو په پړاو کې د بنګلدیش ۸ لوبغاړي وسوځول.

د بنګله‌دېش لوبډله د لوبغاړو پر سوځېدو دې هدف ته ونه رسېده او افغانستان د اتو منډو پر توپیر د بنګله‌دېش پر ماتولو د شل اوریز نړیوال جام نیمه‌پایلوبې ته لار پیدا کړه.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د شل اوریز نړیوال جام نیمه‌پایلوبې ته لار مومي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له دې مخکې هم اسټرالیا ته د ۲۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه، چې دا د ۲۰۲۴ کال په ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستره بریا بلل کیږي.

آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکو نیمه پایلوبې ته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بریا جشن ونمانځه او لوبغاړو ته یې د نورو بریاوو هیله وړاندې کړه.

دا سیالۍ په افغانستان کې د آریانا ګلوبل تلویزیون له لارې په ژوندۍ او قانوني توګه خپریږي.

لوبی

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.

افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.

افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.

سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.

افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.

دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځه‌ویشتمه) ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا  وړتیا ترلاسه کړه.

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

له  دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.

د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!