لوبی
افغانستان او بنګلهدېش نن د خپل لوبلړ وروستۍ لوبه کوي
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې، دغه سیالي به د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې پیل شي.

(Last Updated On: )
د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلې نن ( دوشنبه د لړم یوویشتمه / د نومبر یوولسمه ) د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړ وروستۍ لوبه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې، دغه سیالي به د کابل پر وخت ماسپښین ۲:۳۰ د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې پیل شي.
دواړو لوبډلو یوه – یوه سیالي ګټلې او مساوي روان دي.
د درې یو ورځني لوبلړ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۹۲ منډو پر توپیر او بنګلهدېش په دوهیمه لوبه کې د ۶۸ منډو پر توپیر لوبې ګټلې دي او نن به د لوبلړ ګټونکې لوبډله معلومه شي.
ټاکل شوې، چې له دې لوبلړ وروسته به افغانستان د نورو لوبلړیو د لوبېدا لپاره زمبابوې ته سفر وکړي.