تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان تر مزارشریف پورې د اوسپنې پټلۍ تخنکي ارزونه تر سره کړه

د افغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ګډ تخنیکي پلاوي د ازبکستان د اړوند ادارې د مرستیال پر مشرۍ له حيرتان څخه تر مزارشريف پورې له اوسپنې پټلۍ لیدنه وکړه.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې څرګنده کړې، چې تېره ورځ د ازبکستان اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۰ کسيز تخنيکي پلاوي د افغان پلاوي پر ملتيا د ساحوي تخنيکي لیدنې پرمهال خپل کاري پلان وړاندې کړ او د حيرتان د اوسپنې پټلۍ لارې د بنسټیزې بيارغونې پروژې د عملي چارو د پيل لپاره بشپړ چمتووالی څرګند کړ.
په دې ليدنه کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ تخنيکي پلاوي د حيرتان- مزارشريف اوسپنې پټلۍ تخنيکي آرزونه ترسره او د دې لارې اړوند تمځايونه او د دې کرښې زيانمنې شوې برخې پوره وارزول شوې.
د ازبکستان تخنيکي پلاوي د تړون له شرايطو او تخنيکي مشخصاتو سره سم د يادې پروژې د رغنیزو چارو له پيل ډاډ ورکړ، چې د بيارغونې چارې به د تړون له مخې پر ټاکلې وخت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د حيرتان- مزارشريف د اوسپنې پټلۍ لار ټولټال ۷۵ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د مزارشريف تر هوايي ډګر پورې رسيږي او د دې لارې له فعالېدو سره به سوداګرو ته اړينې اسانتياوې برابرې او د لېږد رالېږد کچه هم ډېره شي.
د يادونې ده، چې د دې لارې له کبله به هېوادوالو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول کاري زمينه هم برابره شي.