سوداگري

افغانستان، پاکستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ د جوړولو تاریخي پروتوکول لاسلیک شو

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې څرګنده کړې، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د جوړولو تاریخي پروتوکول لاسلیک شو.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دا ستره لاسته راوړنه د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا او د پاک ـ افغان او ازبکستان د استازیو ترمنځ د اړیکو د غښتلتیا لپاره زمونږ د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.

دغه راز ویل کیږي، چې د ترمیز-لوګر-خرلاچی اوسپنې پټلۍ پروژه په سیمه کې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره لویه هیله بښونکې ژمنه ده.

په دې ناسته کې د دغې پروژې د چارو د پرمخ بیولو په اړه یو کلن پلان هم تر غور لاندې ونیول شو، چې پر بنسټ به یې یو نړیوال مشورتي شرکت د دغې پروژې په اړه اړین معلومات چمتو کوي او یاد معلومات به له نړیوالو سره شریکوي، چې اړوند ټولنې او هېوادونه د دې پراختیایي پروژې په جوړولو کې د پانګونې پروسې ته لیوالتیا وښيي.

د دغې غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ؛ د دغې پروژې بشپړې تخنیکي پرېکړې دې په پوره دقت، ښه کیفیت او مناسب سرعت سره تر سره شي، چې عملي کار یې ژر تر ژره پیل شي.

د دغه پروتوکول له لاسلیک سره سم مونږ پر پلان جوړونې، د سرچینو تخصیص او د پروژې پلي کولو پیچلي پړاوونه پیلوو او د ځواکمن سیمه‌ییز اتصال د رامنځته کولو لپاره خپله ګډه ژمنتیا بیا تائیدوو.

باید وویل شي، چې په دې درې اړخیزه غونډه کې د درې واړو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ پر لوړ پوړیو چارواکو سربېره د پاکستان د اوسپنې پټلۍ او مالیې وزیرانو او په اسلام‌آباد کې د افغانستان او ازبکستان سفیرانو هم حضور درلود.

Trending

Exit mobile version