تازه خبرونه
افغانان په تېر یو کال کې له امنیتي حالاتو خوښ؛ خو د کاري زمینو له نشتوالي اندېښمن دي
په تېر یو کال کې د ټولو ولایتونو هېوادوال د اسلامي امارت پر مهال له نسبي امنیته خوښ؛ خو له ټولنیزو محدودیتونو او کاري ستونزو سره ځانونه مخ بولي.
په تېر ۲۰۲۱ کال کې د زمري پر ۲۴ / د اګست پر پنځلسمه په افغانستان کې جمهوري نظام ړنګ او د هیواد بشپړې واګۍ اسلامي امارت ترلاسه کړي ، سره له دې چې اسلامي امارت د نړیوالي ټولنې د ګڼو بندیزو سره مخ دی ولي بیا هم پر دې توانیدلي، چې د هېواد په ولایتونو کې يو شمیر رغنیزه پروژې پلي کړي.
فقر، وزګارتیا او د کاري زمینو نشتوالی هغه عمومي ستونزې دي، چې په ټولو ولایتونو کې یې احساس کیدی شي، خو د ځوانانو په ځانګړې توګه د لوستو کسانو تېښته په تېر یوه کال کې تر ټولو لویه ستونزه بلل کېږي.
په هرات کې که څه هم په تېر یو کال کې وضعیت د ګاونډ ولایتونو په پرتله ښه دی؛ خو په مرکز کې لږ تر لږه پېنځه چاودنې وشوې.
تېر کال د زمري پر یوویشتمه ماښام مهال د اسلامي امارت ځواکونه هرات ته ننوتل؛ غور، فراه او بادغیس هم سقوط وکړ. نیمروز ولایت یوه اوونۍ وړاندې له هرات څخه سقوط کړی و. هر څه ناڅاپه بدل شول. له د دې سیمې له ولایتونو څخه په سلګونه ځوانان بهر ته ولاړل، په زرګونو کسان بې روزګاره شول او خلک یې سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شول.
په دې یو کال کې د ښځو پر وړاندې له محدودیتونو سره سره د سوداګرو ښځو کار او فعالیت بیا پیل شو.
د هرات سیمه ییز چارواکي د امنیت تامین او د دغه ولایت د عایداتي سرچینو کنټرول په دې موده کې مهمې لاسته راوړنې ګڼي.
په غور کې خلک بیا له بېکاري او اقتصادي فقر سره لاس او ګریوان دي.
د غور والي احمدشاه دین دوست ويلي، چې په دغه ولايت کې د امنيت تامين او د قومي اختلافاتو له منځه وړل يو له هغو مهمو مسايلو څخه دي، چې د تېر کال په اوږدو کې ورته پاملرنه شوې ده.
په بادغیس کې خلک په تېر یوه کال کې له رامنځته شوي امنیت څخه راضي دي؛ خو نیوکه کوي، چې حکومت ټولګډونه ندی او پرمختیايي پروګرامونه عملي شوي ندي.
له دې ټولو ستونزو سره سره د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي توانېدلي، چې د تېر کال په اوږدو کې د هرات، فراه او نیمروز ګمرک سیستمونه له ستونزو را وباسي او د پام وړ عواید را ټول کړي. اوس مهال د عوایدو دغه سرچینې په سمه توګه اداره کیږي او د زورواکو او د فساد د مافیا هیڅ خبر نشته.
د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړي کال کې د مزارشريف ښار اوسېدونکي هم بېلابېل نظرونه لري.
یو شمېر د امنیت له ټیګښته خوښ دي.ځینې یې مثبت نظر لري، خو ځینې نور د ستونزو یادونه کوي.
د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړي کال کې د ښځو بحث هم د ژبو پر سر دی.
د چارسمبالي حکومت له رامنځته کیدو سره ډېرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
په تېر یو کال کې د بلخ ولايت عوايد ډېر شوي، چې د چارواکو د څرګندونو له مخې، تر يو نيم ميليارد افغانيو ډېر عوايد ترلاسه شوي دي.
د بلخ والي قدرت الله ابو حمزه د امنیت خوندي کول او د قوش تیپې د کانال پروژې پرانیستل له سترو لاسته راوړنو څخه بولي.
په کندهار کې هم چارواکي په بېلابېلو برخو کې د ښو لاسته راوړنو او پرمختګونو خبر ورکوي.
چارواکي وایي؛ پر مخدره توکو د روږدو کسانو راټولول او د هغو پر درملنې سربېره ورته کاري زمینه هم برابره شوې ده.
د ختیځې سیمې چارواکي وايي په امنیتي برخه کې د پام وړ بدلون راغلی او په دې کال کې ګڼې لاسته راوړني لري.
دوی وايي د بې شمېر تصفیوي او چاڼيزو عملیاتو په لړ کې یې د زرګونه میله وسلو او مهماتو ترڅنګ سلګونه پر بېلابېلو جرمونو تورن کسان نیول شوي دي.
دغه راز د ختیځې سیمي چارواکي په اقتصادي برخه کې هم په ښارونو او ولسوالیو کې د يو لړ رغنیزو پروژو د پیل او زرګونه بې روزګارو ته په کې د کاري زمینو د برابرېدو خبره کوي.
خلک که هم څه هم د امنیتي وضعیت د ښه والي خوښ دي؛ خو د يو لړ ستونزو یاده هم کوي.
دوی همدراز وايي په بېلابېلو ولسوالیو کې يې تازه شپږ زره ښوونکي پر دندو ګمارلي، چې زیاته برخه يې نجونو ته ځانګړې شوې.
د کونړ ولایت چارواکي هم له ګڼو لاسته راوړنو خبر ورکوي او زیاتوي؛ هڅې دا دې، چې ځای خلکو ته ښه امنیتي چاپیریال برابر شي.
د کونړ امنیه قومندان وايي د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې په برخه کې ګڼي لاسته راوړني لري.
دې وايي د قتل ، غلا او نورو برخو د مجرمینو ترڅنګ يې انسان تښتوونکي هم نیولي دي.
د ختیځ نورستان او لغمان ولایتونو مسوولین هم په دې ولایتونو کې د امنیتي وضعیت د ښه والي خبره کوي او زیاتوي، چې په ياده برخه کې دوی هم ګڼي لاسته راوړني لري.
د لغمان ولایت چارواکي په دې ولایت کې د دولت له لورې د دېرش میلیون افغانيو او د همکارو مرستندویه ادارو له لوري د پېنځلس میلیون دالرو پر لګښت د رغنیزو پروژو د پلې کیدا خبره کوي، چې په خبره يې سلګونه بې روزګاره وګړیو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د هېواد په شمال ختیځ کې هم نسبي امنیت ټینګ شوی؛ خو بېوزلۍ او بې روزګارۍ، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو نه خلاصېدل، د اقتصادي ستونزو له کبله له هېواده د ځوانانو وتل، د پراختیايي پروژو په ټپه درېدل او د ښځو پر کار د محدودیتونو رامنځته کېدل هغه ستونزې دي، چې خلک یې اندېښمن کړي.
د څلورو شمال ختیځو ولایتونو اوسیدونکي وايي، چې دوی اوس هم د ناڅرګند راتلونکې او پراخ اقتصادي فقر په اړه اندېښمن دي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د خلکو د اندېښنو له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
په کندوز ولایت کې، چې د هېواد د شمال ختیځ زون مرکز ګڼل کېږي. دا ولایت څو څو ځله د جمهوري نظام او اسلامي امارت تر منځ لاس په لاس شوی هم دی. کندز تل د جګړو شاهد وو؛ خو اوس یې اوسیدونکي ارامه ژوند کوي او خپلي شپې او ورځي د ټوپک له آواز پرته تېروي.
که څه هم یو ځل د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنې، لسګونه کسان ووژل او ګڼ نور یې روغتون ته ولېږدول.
تخار ولایت د زمري په ۱۱مه د امارت لاس ته ورغی. که څه هم د اسلامي امارت ځواکونه وتوانیدل، چې په دې ولایت کې نسبي امنیت ټینګ کړي؛ خو د جنايي جرمونو او نشه يي توکو په قاچاق کې د پام وړ کمښت ندى راغلى.
په تېر کال کې د جنايي جرمونو، نشه يي توکو د قاچاق او ترهګریزو فعاليتونو په تړاو ٤٤٣ کسان نيول شوي او دغه راز ویل کیږي، چې د اسلامي امارت ځواکونه توانېدلي، چې د مقاومت د جبهې د فعالیتونو مخه ونیسي.
د تخار، کندوز او بدخشان اوسیدونکي بیا د اسلامي امارت د واکمنۍ د یو کلنۍ او د خلکو د وضعیت په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د کارپوهانو په وینا په ګڼو ولایتونو کې د خلکو ستونزې یو شان دي او خلک له اسلامي امارت غواړي، چې د ښه ژوند زمینه برابره کړي، حکومت ټولشموله کړي او د وګړو حقونه خوندي او عدالت پرځای کړي.
تازه خبرونه
دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
