Connect with us

تازه خبرونه

افغانان د سوند توکو لوړو بیو اندېښمن کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: وږی ۳۰, ۱۴۰۰)

د کابل ښار په ګډون د ټول هېواد  خلک د لومړنیو سوند توکو د بیو له لوړیدو سرټکوي.

دوی څرګندوي، چې په کابل ښارکې  یو لیټر پترول ۶۵ افغانۍ یو لیټري ډیزل ۵۶ افغانۍ او یو لیټر او بلن ګاز د  ۷۰ او اتیا افغانیو ترمنځ پلورل کیدو خلک اندېښمن کړي او د افغانستان له اسلامي امارت څخه د بیو د څارنې غوښتنې کوي.

د افغانانو د څرګندونو له مخې؛ که حکومت د خصوصي سکتور د خپلسرویو مخنیوي و نکړي، نو ښايي هېواد له یوه  ستر اقتصادي ناورین سره مخ شي.

د خصوصي سکتور غړي  بیا وايي: ترهغې، چې د خصوصي سکتور د پیسو د لېږد په اړه د بانکونو فعالیتونه  پوره پیل نشي؛ نو ښايي دا ستونزه همداسې  روانه و.

کابل ښار استوګن باباګل وایي: د سوند توکو ټولې بیی لوړې شوي؛ في لیټر تېل  او ګاز ۷۰ او ۸۰ ترمنځ دي. خلک  بېکاره دې او نشي کولي، چې دا واخلي.

د کابل ښار ټکسي چلوونکي ذبیح الله کوچي ویلي؛ مونږ د افغانستان له اسلامي امارته غواړو، چې د بیو څارنې ته پام راواړوي.

یو بل ښاري ټکسي چلوونکی فضل الرحمان روان وایي: مونږ فقط له اسلامي امارت نه ددې غوښتنه کوو چې د سوداګرو له خپلسریو مخنیوی وکړي.

په کابل ښارکې د تېل پلورونکیو د سرتاسري ټولنې غړي د بانکونو له لوري  د سوداګرو د پیسو محدود کیدو او په  بنادرو کې د تېل انحصار د قیمتونو د لوړیدو اصلي لامل بولي.

د افغانستان د تېل پلورونکیو ټولنې غړی محمد آصف وایي: که د بانکونو له لوري د نفتي توکو سوداګرو ته بانکي آسا نتیاوې رامنځته شي؛ ستونزې اواریږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم  د خصوصي سکتور پر وړاندې د بانکې د محدود یتونو له کبله د ټول هېواد په مارکیټونو  کې  بیې  لوړې شوي.

د خصوصي سکتور د خونو فډرسیون مرستیال خان جان الکوزی څرګندوي: د خصوصي سکتور پر وړاندې ګڼې ستونزې پرتې دي. مونږ ته باید حکومت بانکي ستونزې اواري کړي کنه؛ نو ښايي هېواد له اقتصادي ناورین سره مخ شي.

د اقتصادي چاروکارو پوهانو بیا د افغانستان د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتنه کوي، چې باید د سکتوري او اقتصادي بنسټونو ستونزو ته پوره پام راواړوي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیدالرحمان عمران ویلي: زما له نظره د افغانستان اوسنیو شرایطوته په کتو د افغانستان اسلامي امارت باید اقتصادي سمونونو او د سوداګرۍ او پانګونې د بهیر فعال ساتلو ته ډېره هڅه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې اسلامي امارت باید د اقتصادي  بهیرونو فعالیت ته لومړیتوب ورکړي، چې په راتلونکي کې د اقتصادي خطرونو مخه ونیول شي. 

تازه خبرونه

د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

د امریکا پوځ د لومړي ځل لپاره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری ونوماوه.

د ای‌بي‌سي نیوز ټلویزیون د راپور له مخې: د امریکا د مرکزي قومندانۍ د ترسره شوې ارزونې ښيي؛ هغه ادعاوې، چې امریکايي پوځیانو له چاودنې مخکې ځانمرګی بریدګر پېژندلی و، ناسمې دي.

امریکايي چارواکو ویلي، هغه ځانمرګی بریدګر، چې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۷۰ افغانان یې وژلي وه، عبدالرحمن لوګري نومېده.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ هغه خپل ځانمرګی واسکټ، چې شاوخوا ۹ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي یې لرل چولی دی.

د امریکا د پوځ د ارزونې ډلې یوه غړي ویلي، چې لوګری له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا د داعش د خراسان څانګې غړی و او یو ځل د ائتلافي ځواکونو له‌خوا نیول شوی او زنداني شوی هم و.

داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د امریکا په ولسي جرګه کې ځینو جمهوري غوښتونکیو د دغه هېواد د یوه سرتېري څرګندونو ته په نغوته کې ویلي، چې د دغه برید مخه نیول کېدی شوه.

دغه امريکايي سرتېری، چې د بريد پر مهال په هوايي ډګر کې و؛ ادعا کوي، چې سرتېرو پر يوه کس شکمن ول، خو د  ډز اجازه یې پرې نلرله.

Continue Reading

تازه خبرونه

په خپله خاوره کې د اسلامي امارت پر ضد سیاسي فعالیت ته اجازه نه‌ورکوو – ایران

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت مخالفان په ایران کې د عامو مهاجرو په توګه ژوند کوي او هغوی ته اجازه نه‌ورکول کیږي، چې په سیاسي فعالیتونو کې لاس ولري.

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي زیاته کړې، هېواد یې هڅه کوي، چې د سیمې د هېوادونو او اسلامي امارت تر منځ مثبت تعامل ته زمینه برابره او د کابل او تهران اړیکې نورې هم پراخې کړي.

مرتضوي ویلي، چې تهران د اسلامي امارت او ایران ترمنځ  په بېلابېلو برخو کې د شویو تړونونو پلي کېدو ته د لارې پر اوارېدو سربېره، له افغانستان سره د اقتصاد، سوداکرۍ  او روغتیا په  برخه کې همکاریو ته چمتو دی.

په دې کتنه کې د ریاست الوزراء سياسي مرستيال پر اسرائيلو د ايران بريد د تهران مشروع حق وباله او زياتوي، چې کابل له خپلو ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه نن د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو نوی پړاو پیل شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۳)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ويلي، چې نن ( د وري اووه‌ویشتمه ) لسګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

په دې پړاو کې اسلام‌آباد هغه کسان هم جبري وباسي، چې د اوسیدو اجازه لري.

د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالجبار تخاريویلي؛ اسلام‌آباد باید هغه کسان ونه‌شړي، چې قانوني اسناد لري.

نوموړي له اسلام‌آباده غوښتي؛ هغه کسان دې نه وباسي، چې قانوني اسناد لري.

دی وایي؛ پریږدئ، چې کډوال په تدریجي توګه خپل هېواد ته راستانه شي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ کابل چمتو دی، چې بېرته راستنیدونکیو کډوالو ته رسیدنه وکړي.

په دې پړاو کې هغه مهاجرین هم  ایستل کیږي، چې د پاکستان حکومت ورته “ACC” یا “POR”  اسناد وېشلي دي. له دې  ډلې ۸۵۰ زره  افغانان دغه ډول اسناد لري .

 تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال جبري او یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې یو میلیون او پېنځه سوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!