تازه خبرونه

افغانان دې په خپل تاریخ کې د یوه نوي سوله ییز څپرکي پرانستونکي شي

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پرانستې پر مهال له دواړو لوریو وغوښتل، چې له اختلافاتو تېر شي او د خپل هېواد د یوه سوله ییز راتلونکي په اړه هوکړې ته ورسیږي.

هغه یاته کړې؛ ټول راټول کسان ستر مسوولیتونه لري، نړۍ د دوی بریا غواړي او پر دوی حساب هم کوي.

نوموړي د دې یادونه هم وکړه، چې د شخړې خواوې باید خپل اختلافات حل کړي. له همدې کبله تاسې دلته له هرې بهرنۍ لاسوهنې لرې یاست.

هغه دا هم ویلي، چې نړۍ د د تېرو څلور لسیزو د تاوتریخوالي او پر افغانانو او افغانستان یې له منفي او تفرقه اچونکيو اغېزو خبر دي.

دی څرګندوي: د خبرو اترو د هر اړخیز بهیر له لارې تاسې هر یو وخت لرئ، چې د سوله ییز هېواد لپاره له توپیرې چلندونو تېر شئ؛ خپل بېلابېل ارزښتونه ومنئ، درناوی ورته وکړئ او په متحد افغانستان کې خپلې ګډې ګټې وپالئ. مونږ ډاډه یو، چې تلپاتې سوله ممکنه ده.

هغه د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام په اړه ویلي؛ په امریکا کې مونږ وموندله، چې دیموکراسي – په ځانګړي توګه د سوله ییز جوړجاړي اصل او د سیاسي ځواک د بدلیدو لپاره خورا ښه کار کوي.

دې بېلګې مونږ او نورو دیموکراتیکو هېوادونو ته د سولې او هوساینې زیری راوړی دی. سره له دې، چې یوه حل لاره د ټولو په خوښه نده؛ خو امریکا نه غواړي د خپلې خوښې نظام پر چا وتپي.

هغه وایي: کونږ په دې باور یو، چې د ټولو افغانانو د حقونو خوندي کول؛ د تاوتریخوالي د څرخې د ماتولو ترټولو غوره لار ده.

هغه د خبرو اترو پلاوي ته په نغوته کې وویل، چې: دوی د افغانستان په تاریخ کې د نوي څپرکي پرانستونکي دي او امریکا هیله لري، چې دا څپرکی به د پخلاینې او پرمختګ یوه برخه وي، نه د اوښکو او وینو تویولو بل پړاو.

د خپلمنځی خبرو د پرانستې له مراسمو وروسته مایک پمپیو د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي حنیف اتمر سره وکتل.

عبدالله عبدالله  ترې د مننې تر څنګ وویل، چې مونږ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او بریاليو خبرو لپاره خپله غوښتنه بیا راپورته کړه، چې ان شالله له تلپاتې سولې به برخمن شو.

Trending

Exit mobile version