Connect with us

تازه خبرونه

افغانان باید د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې کلک ودریږي- امیر خان متقي

خپور شوی

د

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ویلي، د افغانستان پر ضد د بېلابېلو ډلو لخوا منفي تبلیغات کېږي؛ خو ولس باید د دښمنانو د دسیسو او منفي تبلیغاتو پر وړاندې ودرېږي.

امیر خان متقي د انس حقاني د حج مبارکۍ په مراسمو کې څرګنده کړې: وروڼو! مونږ باید د دښمنانو په دسیسو کې له تېروتنې سره مخ نه‌شو او پر وړاندې یې ودریږو؛ هوډ او همت ولرو او له هر څه دفاع وکړو او د هغوی پر تبلیغاتو ونه غولېږي.

هغه زياته کړې؛ پرون د هېواد اقتصاد د جګړې او نشه يي توکو اقتصاد و؛ خو نن ټوله ملي سرمايه د هېواد په ودانولو او آبادولو کې لګېږي.

امیرخان متقي وايي؛ د اسلامی امارت له راتګ وروسته جنایي جرمونه صفر ته راټیټ شوي، فساد له منځه تللی او اړتیا ده، چې له دې فرصتونو څخه اغېزناکه ګټه پورته او ولس ته خدمت وشي.

امیرخان متقي همداراز ټینګار کړی، چې اوسنی اسلامی نظام د ډېرو هلو ځلو او قربانیو په نتیجه کې رامنځته شوی دی او د اسلامی نظام د ساتنې او بقا لپاره د خلکو د اتحاد او د نظام ملاتړ ته اړتیا ده .

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی په داسې حال کې د افغانستان پر ضد له منفي تبلیغاتو خبر ورکوي، چې اسلامي امارت له شاوخوا دوه کلونو راپدیخوا له نړیوال عدم مشروعیت سره مخ دی او تر اوسه هیڅ هېواد د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی.

تازه خبرونه

دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

Published

on

د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوه‌ویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .

هغه وایي: مونږ جګړه نه‌ غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ‌ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمه‌ییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمه‌ییزه ناسته

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۳, ۱۴۰۴

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول

د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوم‌لیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!