تازه خبرونه
افغانانو ته د ایران په خاوره کې پر ډزو او چاودنو مرګ او ژوبله اوښتې – افغانستان
د افغان حکومت له لوري نن ( پنجشنبه د لړم لسمه ) یوه خبرپانه خپره شوې او څرګندوي: د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په تړاو د کاري پلاوي موندنې ښيي، چې د ایران په کلګان دره کې پر افغانانو ډزې او چاودنې شوې دي.
د افغانستان حکومت ویلي؛ د ترلاسه شویو شواهدو پر بنسټ د ایران په کلګان دره کې یو شمېر افغانانو ته پر ډزو او چاودنو مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د افغان حکومت له لوري نن ( پنجشنبه د لړم لسمه ) یوه خبرپانه خپره شوې او څرګندوي: د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په تړاو د کاري پلاوي موندنې ښيي، چې د ایران په کلګان دره کې پر افغانانو ډزې او چاودنې شوې دي.
په خبرپاڼه کې ليکل شوي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان اسلامي امارت دریاست الوزراء پر سپارښتنه د هغو راپورونو د څېړلو لپاره يوه کمیټه وټاکل شوه، چې ګواکې د ايران او پاکستان پر پوله يو شمېر افغانان وژل شوي او ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت د امنيتي مرستيال مل پاسوال محمد ابراهيم صدر پر مشرۍ ټاکلي پلاوي کار پيل کړ، چې د ملي دفاع، بهرنيو چارو، سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارتونو او د استخباراتو د عمومي رياست استازي یې ملتيا کوي.
د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي: د ترلاسه شويو شواهدو له مخې د ايران په کلګان دره کې دوه افغانان پر ډزو وژل شوي او ٣٤ نور ټپيان دي، چې د پلاوي لخوا راليږدول شوي دي. یو شمېر نور یې اوس هم په ایران او پاکستان کې دي او پلاوی یې د ترلاسه کولو او رالېږدولو هڅې کوي.
خبرپاڼې زياته کړې، چې تراوسه پورې د دغې پېښې څېړنه بشپړه شوې نده او په دې اړوند د پلاوي کار روان دى او د څېړنې جزئيات به وروسته وړاندې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د ایران د بشري حقونو د څار ادارې حلوش خبر ورکړی و، چې شاوخوا ۳۰۰ افغانان، چې غوښتل یې د سیستان بلوچستان له لارې ایران ته ننوځي د دغه ولایت د سراوان په کلګان سیمه کې د سرحدي ځواکونو لخوا پر ډزو له مرګ او ژوبلې سره مخ شول.
د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي د حالوش راپور رد کړی دی.
حالوش په خپل راپور کې د دوه عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې ویلي وه، چې په دې پېښه کې یوازې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې کسان ژوندي پاتې شوي او پاتې نور ټول وژل شوي او یا هم ټپیان دي.
کلګان د ایران او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمه ده، چې په سراوان ولسوالۍ کې پرته ده. دا سیمه د افغانستان له نیمروز ولایت څخه هم ډېره لرې نده؛ خو افغانان هڅه کوي د پاکستان د بلوچستان له لارې په غیر قانوني توګه ایران ته ولاړ شي.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
تازه خبرونه5 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
