تازه خبرونه
اصف علي دراني په افغانستان کې د ټي ټي پي د ۶ زره فعالو وسلوالو د حضور ادعا وکړه
پاکستانيو رسنیو څرګنده کړي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني د سولې د مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د “افغانستان د سولې بهیر، د پاکستان ګټې او انتخابونه ” تر سرلیک لاندې غونډې ته ویلي؛ اسلامآباد داسې شواهد لري، چې ښيي ټي ټي پي د افغان استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني د خپل هېواد د سولې د مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د “افغانستان د سولې بهیر، د پاکستان ګټې او انتخابونه ” تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې له پېنځه څخه تر شپږ زره د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې فعال حضور لري او د دې ډلې د غړیو شمېر له خپلو کورنیو سره ښايي اویا زره کسانو ته ورسېږي.
دې ورځپاڼې د اصف علي دراني د څرګندونو له مخې زیاته کړې: اسلامآباد داسې شواهد لري، چې ښيي؛ د پاکستان تحریک طالبان د افغانستان د استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي او اټکل کېږي، چې د تحریک طالبان پاکستان له ۵ څخه تر ۶ زره پورې وسلهوالو افغانستان ته پناه وړې ده. که د دوی کورنۍ هم په پام کې ونیسئ، شمېر یې ۷۰ زره کسانو ته رسیږي.
د اسلامي امارت ویاند د دراني د دې ادعا په اړه وايي، چې دا څرګندونې د پاکستان رسمي چارواکو تائید کړې ندي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تل په افغانستان کې د ټي ټي پي او نورو وسلهوالو ډلو شتوالی رد کړی او ټینګار یې کړی، چې افغانستان هیڅ هېواد په ځانګړې توګه ګاونډ هېوادونو ته ګواښ ندی.
د سیاسي شنونکي سلیم پیګیر د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته پاکستانيو چارواکو پر ځلونو ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې حضور لري او له دې هېواده پر پاکستان بریدونونه پلانوي. داسې ادعا چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې اغېز کړی دی.
په همدې حال کې د پاکستان د نوي حکومت له جوړیدو سره اسلامي امارت هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې به ښې شي او د کابل او اسلامآباد ترمنځ شته ستونزې به د خبرو له لارې اوارې شي.
