تازه خبرونه
اشرف غني او خلیلزاد د افغانستان د سولې پر راتلونکي پړاو خبرې وکړې

ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره وکتل.
ولسمشرۍ څرګنده کړې؛ ولسمشراشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
ولسمشرۍ په ډاګه کړې؛ په دې ناسته کې د سولې پروسې پر راتلونکیو ګامونو بحث وشو او دواړو لوریو د دې پروسې پر ګړندي کولو هم ټینګار کړی دی.
ډاکتر زلمي خلیلزاد د سولې لپاره پر داخلي اجماع، سیمه ییزې او بین المللي ډيپلوماسۍ خوښي وښوده او یو ځل بیا یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکا د اغېزناک رول ډاډ څرګند کړ.
د امریکا د نوي حکومت لخوا د افغان سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دندې له غزولو وروسته؛ زلمي خلیلزاد خپل کاري سفر له خپل نوي مرستیال سره په ګډه له جرمني پیل کړ. دی له هغه هېواده افغانستان ته راغی؛ قطر، پاکستان، عربي متحده اماراتو او ځينو نورو هېوادونو ته به هم سفرونه ولري او د افغان سولې د خبرو د بري لپاره به د دې هېوادونو ملاتړ او مرسته تر لاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې پر سهار په کابل کې له خلیلزاد سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې کړې دي.