تازه خبرونه

اسلام آباد له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، په کابل کې د پاکستان پر سفارت د جمعې د ورځې( د لیندۍ ۱۱) برید د هغه ګواښ یادونه کوي، چې ترهګري د افغانستان او سیمې لپاره اوس هم ګواښ دی.

محمد صادق د یکشنبې پر ورځ ( د قوس ۱۳) په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلو ژمنو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې داعش ډلې د یوې اعلامیې پره خپرولو په کابل کې د پاکستان پر سفارت د جمعې د ورځې د برید مسوولیت منلی دی.

د کابل په کارته پروان سیمه کې د پاکستان پر سفارت د وسلوال برید په پایله کې د دغه سفارت یو ساتونکی ټپي شوی دی.

د کابل پولیسو ویاند د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې د برید په اړه یې یو شکمن کس نیولی او دوه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.

دغه راز متقي د دغه برید د غندلو پرمهال ویلي، چې اسلامي امارت به د دغه سفارت امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د پاکستانيو دیپلوماتانو او کارکوونکیو خوندیتوب یوه ډېره مهمه موضوع ده.

همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو هم له متقي سره په خبرو کې ویلي: د افغانستان حکومت باید د ترهګرو لخوا د پاکستان او افغانستان د اړیکو د خرابیدو مخه ونیسي.

هغه ټینګار کړی، چې دا ډول “بزدلانه بریدونه” به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان ژمنې زیانمنې نکړي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې، چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د تړلو او یا هم د دې هېواد د دیپلوماتانو د ایستلو کوم پلان نشته.

Trending

Exit mobile version