تازه خبرونه

اسلامي هېوادونه دې پر غزه د بریدونو په اړه بې تفاوته نه پاتې کیږي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د شنبې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې د فلسطین پر وړاندې د اسرائیلو ستر بشري وحشت کلک وغانده او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې دا مسله حل کړي.

اسلامي امارت د فلسطین له ولس څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړی او له نورو اسلامي هېوادونو یې غوښتي، چې د فلسطین د ولس لاسنیوی وکړي او په دغه لوی الهي امتحان کې بې تفاوته پاتې نه‌شي.

په اعلاميه کې راغلي: هغه هېوادونه او ټولنې، چې د بشري حقونو په تېره بيا د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه په ګټنې د خپلواکو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي؛ نن ولې د فلسطيني ښځو، نرينه‌وو او ماشومانو د ښکاره زيانونو او ظلمونو په اړه چوپه خوله دي؟ یا دوی د نیواکګرو ملاتړ کوي؟

اعلامیه زیاتوي: له دې څرګندیږي، چې د دوی لپاره بشري حقونه ارزښت نه‌لري، بلکې دا شعار یوازې هغه مهال کارول کیږي، چې د دوی ناوړه سیاسي او استخباراتي اهداف ورسره تړلي وي. که نه؛ نو د فلسطین خلک (ماشومان، ښځې او بوډاګان) انسانان نه‌دي.

اسلامي امارت ویلي، له یو میلیون څخه د ډېرو فلسطینیانو جبري بې ځایه کیدا یو جنګي جنایت دی او په دې برخه کې د نړیوالو جوړښتونو دریځونه د نړیوال نظم د بې سارې ناکامۍ ښکارندويي کوي.

په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان اسلامي امارت له ټولې نړۍ په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو له ټولنې غواړي، چې د فلسطین مسله ژر تر ژره حل کړي او د اسرائیلو د ترور او ناروا کړنو مخه ونیسي. که نه د اوسني وضعیت په پایله کې د هر ډول بشري ناورین مسوولیت به د ټولو پر اوږو وي.

Trending

Exit mobile version