تازه خبرونه
اسلامي هېوادونه دې پر غزه د بریدونو په اړه بې تفاوته نه پاتې کیږي – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د شنبې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې د فلسطین پر وړاندې د اسرائیلو ستر بشري وحشت کلک وغانده او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې دا مسله حل کړي.
اسلامي امارت د فلسطین له ولس څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړی او له نورو اسلامي هېوادونو یې غوښتي، چې د فلسطین د ولس لاسنیوی وکړي او په دغه لوی الهي امتحان کې بې تفاوته پاتې نهشي.
په اعلاميه کې راغلي: هغه هېوادونه او ټولنې، چې د بشري حقونو په تېره بيا د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه په ګټنې د خپلواکو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي؛ نن ولې د فلسطيني ښځو، نرينهوو او ماشومانو د ښکاره زيانونو او ظلمونو په اړه چوپه خوله دي؟ یا دوی د نیواکګرو ملاتړ کوي؟
اعلامیه زیاتوي: له دې څرګندیږي، چې د دوی لپاره بشري حقونه ارزښت نهلري، بلکې دا شعار یوازې هغه مهال کارول کیږي، چې د دوی ناوړه سیاسي او استخباراتي اهداف ورسره تړلي وي. که نه؛ نو د فلسطین خلک (ماشومان، ښځې او بوډاګان) انسانان نهدي.
اسلامي امارت ویلي، له یو میلیون څخه د ډېرو فلسطینیانو جبري بې ځایه کیدا یو جنګي جنایت دی او په دې برخه کې د نړیوالو جوړښتونو دریځونه د نړیوال نظم د بې سارې ناکامۍ ښکارندويي کوي.
په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان اسلامي امارت له ټولې نړۍ په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو له ټولنې غواړي، چې د فلسطین مسله ژر تر ژره حل کړي او د اسرائیلو د ترور او ناروا کړنو مخه ونیسي. که نه د اوسني وضعیت په پایله کې د هر ډول بشري ناورین مسوولیت به د ټولو پر اوږو وي.
تازه خبرونه
دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
