Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي هېوادونه دې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کې لومړنی ګام پورته کړي

خپور شوی

د

اسلامي امارت له اسلامي هېوادونو غواړي، چې له امارت سره مثبت سیاسي او اقتصادي تعامل  رامنځته او افغان حکومت پر رسمیت وپېژني.

په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو ټولنې عمومي منشي مسکو ته تللی او هلته یې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنه، چې په ۲۰۲۱ ز. کال کې یې د افغانستان پ حالاتو دوه غونډې کړې وې؛ ژمنه کړې، چې یو بشري صندوق به جوړوي او افغانان به یوازې نه پریږدي.

اسلامي امارت د بشري مرستو پر صندق جوړولو سربېره له اسلامي همکاریو ټولنې څخه ځينې اړینې غوښتنې لري او غواړي، چې د امارت په رسميت پېژندلو کې لومړنی ګام واخلي.

په افغانستان کې بشري وضعیت، اقتصادي بحران، له ترهګرۍ سره مبارزه او د ټولګډونه حکومت رامنځته هغه غوښتنې دي، چې د اسلامي همکاریو ټولنې عمومي منشي روسیې ته د خپل سفر په لړ کې یو ځل بیا د افغانستان اسلامي امارت ته ترې یادونه وکړه.

قطر هم د افغانستان په اړه له نړیوالې ټولنې سره ګډې اندېښنې لري.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي، چې دوحه د افغانستان په اړه پخپل دریځ ولاړه ده او سیاست کې یې بدلون ندی راغلی.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت حاکم حکومت ټولګډونه ګڼي؛ خو د اصلاحاتو د عملي کولو ژمنه هم کوي او څرګندوي، چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د ګاونډ او سیمې د هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

تازه خبرونه

په افغانستان کې باید یو پیچ هم پاتې نه‌وـ ډونالډ ټرمپ

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.

Published

on

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جوبایډن د ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو پر بهیر نیوکه کړې او وایي، چې باید یو پېچ هم ترې پاتې نه‌و.

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.

هغه ویلي: " که زه وای؛ له وقار او ځواک سره به مې ایستل. دوی (اسلامي امارت) به رسم ګذشت نه تر سره کاوه.»

هغه زیاته کړې: "مونږ به هیڅ راز نظامي تجهیزات نه پرېښودل او حتا د ۱۰ سینټ پر ارزښت مو ټول پیچونه راوړل."

په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور نامناسب پای تل د جمهوري غوښتونکیو له نیوکې سره مخ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له وتلو وروسته د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات او وسلې د اسلامي امارت لاس ته ورغلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان سوړ ژمي اړمنو کورنیو ته ژوند ستونزمن کړی دی – ډبلیو‌اف‌پي

د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.

Published

on

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبه پر ورځ ( د لیندۍ شپږویشتمه ) په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ژمي له رارسېدو سره ډېري افغانان د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دي.

د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.

د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وه، چې په افغانستان کې له څوارلس میلیون ډېر خلک د راروان ژمي لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د اقتصاد وزارت ویلي، چې اسلامي امارت د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو لپارهه پر پرمختیايي پروژو کار کوي او نړیوال بنسټونه هم باید د دغو پروژو پر پلي کولو له فقر او بې‌وسۍ سره مبارزه وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه ویلي: په لومړي پړاو کې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له ټولو هغو مرستندویه بنسټونو مننه کوي، چې د افغانستان له خلکو سره یې مرستې کړې او اوس هم روانې دي. په دوه‌یم پړاو کې د بې‌ې وزلۍ د کمولو لپاره د اقتصاد وزارت پلان دا دی، چې له افغانستان څخه د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو لپاره باید د کارموندنې، بېخبنایي او پراختیایي پروژې په پام کې ونیول شي.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ذ څرګندونو له مخې په افغانستان کې له ۲۳ میلیون اړمنو کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۱۵ میلیون کسانو ته مرستې رسېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه

بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.

Published

on

د ښار او کور جوړونې وزارت د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي د توپوګرافیکې سروې له بشپړېدو خبر ورکړ.

بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، دغه ښارګوټی د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه بهرنیو ډیپلوماټانو ته جوړیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!