تازه خبرونه

اسلامي امارت ۸۲ اتیا زره روږدي کسان راټول کړي او د ۲۸ زره نورو درملنه شوې

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو او کابل ښاروالۍ ویاندویانو ويلي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدیخوا ۸۲ اتیا زره پر نشه‌يي توکو روږدې کسان راټول شوي، چې د ۲۸ زره هغو درملنه یې کړې ده.

د کورنیو چارو، عامې روغتیا وزارتونو او کابل ښاروالۍ ویاندویانو د سې شنبې پر ورځ د کب دوه‌یمه په کابل کې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې، د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په اړه د اسلامي امارت لاسته راوړنې په یوه خبري کنفرانس کې له خبریالانو سره شریکې کړې.

د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور ويلي؛ د نشه يي توکو د کر او توليد د کچې معلومولو لپاره يې يوه سروې پيل کړې او هيچا ته به د نشه‌يي توکو د کښت او توليد اجازه ورنه‌کړي.

نوموړی وایي، چې په هېواد کې يې د نشه‌يي توکو د کښت، توليد، قاچاق، پېر او پلور د کچې د معلومولو لپاره یوه سروې پیل کړې او هیچا ته به د نشه يي توکو د کښت اجازه ورنه‌کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې خبري غونډه کې وویل، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ را پدیخوا پر نشه‌یي توکو له روږدو۸۲ زره کسانو څخه د  ۲۸ زره کسانو درملنه شوې. همدا اوس په هېواد کې د روږدو د درملنې ۶۰ مرکزونه فعال دي، چې ۲۵۰۰ داکتران پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانودرملنه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې ۸۹ زره ماشومان او ښځې پر نشه‌يي توکو روږدي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې د درملنې په ۶۰ مرکزونو کې زرګونه روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.

کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي هم ويلي، چې په کابل کې یې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو تر ټولو ستر مرکز پاک کړ.

نوموړي پل‌سوخته ته په نغوته کې ویلي، چې اوس یې بیا رغولی او بڼه یې ور بدله کړې ده.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې؛ له پل‌سوخته یې ۳۷۵ زره متریک ټنه کثافات ایستلي دي.

د امنیتي بنسټونو د څرګندونو له مخې، چې په هېواد او په ځانګړي توګه په کابل کې به د نشه‌يي توکو د پلور او کارونې مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version