سوداگري

اسلامي امارت ۱۴۰۳ کال د اقتصادي لاسته راوړنو کال یاد کړ

اسلامي امارت ويلي؛ د بندیزونو او د هېواد د بهرنیو اسعارو د زیرمو په خلاصولو کې له پاتې راتلو سره – سره توانیدلي، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي، د کانونو په سکټور کې لویه پانګونه وکړي او له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د افغانیو د ارزښت ساتل، د ټاپي پروژې پیل، د پانګونې راجلبول او له هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالی او تعامل هغه لاسته راوړنې دي، چې افغانستان ترې سږ کال برخمن شو؛ خو په دې کال کې له افغانستان څخه بانکي بندیزونه لرې نهشول او د هېواد د بهرنیو اسعارو زیرمې کنګل پاتې شوې.

اسلامي امارت ويلي؛ د بندیزونو او د هېواد د بهرنیو اسعارو د زیرمو په خلاصولو کې له پاتې راتلو سره – سره توانیدلي، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي، د کانونو په سکټور کې لویه پانګونه وکړي او له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په هېواد کې لویې پروژې پیل شوي او هڅې روانې دي، چې افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې له نورو هېوادونو سره ونښلوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د سوداګرۍ په برخه کې ډېر کار شوی او سږ کال په هېواد کې د اوو میلیارډ ډالرو پر ارزښت پانګونه شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه دا هم وايي، چې ۱۴۰۳ کال د سوداګرو لپاره ښه کال و؛ بیې یې ثابتې پاتې شوې او د هېواد صادرات دوه میلیارډ ډالرو ته ورسېدل.

له بلې خوا په ځینو لویو پراختیایي پروژو کار یا بشپړ شوی یا هم پیل شوی دی. لکه:

د کمال خان بند بشپړېدل

په کابل کې د شاه او عروس بند بشپړېدا

په زابل کې د تورې بند کار بشپړول

په پکتیکا کې د پلتوني د اوبو بند د جوړولو د کار پیل

د اورګاډي پټلۍ پراخول

د ټاپي پروژې پیل

د سالنګ لویې لارې او د کابل- کندهار لویې لارې د بیارغونې کار بهیر

د اقتصادي کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د بندیزونو او نړیوالو فشارونو سره – سره، اسلامي امارت توانیدلی، چې په اقتصادي برخه کې مهم ګامونه پورته کړي.

د نړیوال بانک وروستی راپور، چې په ۱۴۰۳ کال کې خپور شو څرګندوي؛ د افغانستان اقتصاد همداراز بې ثباته پاتې دی. که څه هم د افغانستان اقتصاد له دوه کلونو وروسته ورو وده کوي؛ خو بیا هم نازک او بې ثباته پاتې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت ویلي؛ افغانستان له روښانه راتلونکې برخمن شوی دی.

 

Trending

Exit mobile version