Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت یو مسوول حکومت دی – عبدالسلام حنفي

خپور شوی

د

(Last Updated On: تله ۲۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د چارشنبې پر ورځ د تلې پر ۲۸ د مسکو په نړیواله ناسته کې نړۍ ته ډاډ ورکړ، چې له هېواده به یې دوی ته هیڅ راز ګواښ پېښ نشي.

مولوی حنفی ویلي، چې اسلامي امارت یو مسوول حکومت دی.

نوموړي په دې اړه زیاته کړې؛ د سیمې او نړۍ په ځانګړي توګه ګاوند هېوادونو ته داډ ورکوو، چې د افغانستان امنیتي حالت د ډاډمن دی او په کې د نړۍ نږدې او لرې هېوادونو ته هیڅ راز ګواښ نشته.

هغه په ډاګه کړې: زه غواړم تاسې ته یادونه وکړم، چې د افغانستان خلک په نړۍ کې کوم هېواد یا ملت ته د زیان رسولو اراده نلري او د یوه متمدن ملت په توګه د خپل مذهب، فرهنګ او لوړو انساني ارزښتونو لرونکي دي. مونږ غواړو په سوله ییز چاپېریال کې ژوند وکړو. مونږ له ګاونډ هېوادونو، سیمې او نړۍ سره داسې اړیکې غواړو، چې د ملي حاکمیت او متقابل درناوي اصول په کې بنسټیز وي.

هغه زیاته کړې، چې افغانان اوس د یوه مسوول حکومت لرونکي او د ملي ګټې په لټه کې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې: په سیاسي نظام کې د اصلاحاتو بهیر وخت ته اړتیا لري، خو زمونږ په مشرتابه کې عزم او اراده شته، چې خلکو ته معیاري او چټک خدمات وړاندې کړي.

نوموړي څرګنده کړې؛ د طالبانو مشرتابه هڅه کړې، چې په نوي حکومت کې د افغانستان د ټولو قومونو او پرګنو استازي یقیني کړي.

مولوي حنفي زیاته کړې؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې ټول توکمیز ګروپونه په حکومت کې شامل کړي.

هغه وایي: مونږ باید په یاد ولرو، چې وروستی پرمختګ یو انقلابي و؛ خو مونږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې د هېواد په سیاسي جوړښت کې د اصلاحاتو بهیر روان دی. دا باید هیر نکړو، چې په سیاسي سیسټمونو کې د اصلاحاتو پروسه وخت نیسي او مونږ ډاډه یو، چې نوی حکومت به خلکو ته معیاري او ګړندي خدمات وړاندې کړي.

هغه ویلي؛ د غني د رژيم ټول سیاسي او ټولنیز جوړښت له فساده ډک و او د هغه د رژیم تر وروستیو شېبو له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ رامنځته نشو.

هغه ویلي؛ له تېرو سیاسي مشرانو څخه طالبانو ته داسې حکومت پر میراث پاتې شو، چې د ګاونډ هېوادونو  پوروړی دی.

نوموړي له امریکا غوښتي، چې د دغه هېواد په بانکونو کې د افغانستان شتمني آزاده کړي او خلک باید د سیاسي نظرونو د توپیر بیه ورنکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ طالبان نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې خپل ټول ملي او نړیوال مسوولیتونه په ښه توګه    پېژني او د نړۍ له هېوادونو سره د ملي ګټو پر بنسټ ټینګې اړیکې غواړي او خپلو ملي ګټو ته ژمن او د خپل هېواد سیاسي آزادي خوندي کوي.

د افغانستان د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې؛ نوي اسلامي حکومت په لنډه موده کې ثابته کړه، چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې ټینګه اراده لري.

حنفي وایي، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې دا  لومړي ځل دی، چې حکومت پر ټول افغانستان واکمني کوي.

هغه وایي: له څلویښت کلونو جګړو او ویجاړیو وروسته اوسني حکومت د لومړي ځل لپاره د هېواد په ټولو برخو کې د نظام حاکمیت ډاډمن کړی دی. افغانستان اوس یو سیاسي جوړښت لري، چې له رڼې تګلارې او متحدې  قومندې برخمن دی. مونږ د افغانستان لرونکي یو. نور د واک و ځواک ټاپوګان نلرو.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې اسلامي امارت د یوه دولت ټول شرایط پوره کړي؛ د ملي حاکمیت لرونکی دی او باید پر رسمیت وپېژندل شي.

هغه د اسلامي امارت انزوا د نړۍ په ګټه نه بولي او وایي: د لومړي ځل لپاره زمونږ خلک ملي حکومت لري. دوی تمه لري، چې نړیواله ټولنه د دوی له حکومت سره رسمي تعامل ولري. د افغانستان انزوا په هیڅ ډول ګټوره نده او دا په تېرو وختونو کې ثابته شوې ده. افغانستان چمتو دی، چې د نړیوالې ټولنې ټولې اندېښنې په پوره وضاحت، رڼښت او آزادۍ حل کړي.

د مسکو دغونډې په څنډه کې مولوي حنفي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم ولیدل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په دې اړه ویلي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ثبات او د افغانستان د راتلونکې په اړه بحث او خبرې شوې دي.

دغه راز چین د مسکو په غونډه کې پر ګډونوالو غږ کړی، چې له افغانانو سره د افغانستان په بیارغونه او دوی ته د بشري مرستو په رسولو کې ډاډمن ګامونه واخلي.

چین دا هم ویلي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نکوي.

د مسکو په کوربتوب، د چین او پاکستان درې اړخیزې غونډې ته امریکا له ورتګه ډډه وکړ او روسیې دا خواشینوونکی کار بللی، خو ایران، هندوستان او د مرکزي آسیا د هېوادونو استازي ورغلل.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت استازي د غوندې ګډونوالو ته د افغانستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي دریځ روښانه کړ او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې افغانستان هم د ملي ګټو پر بنسټ له نړۍ سره د اړیکو ټینګول غواړي.

تازه خبرونه

افغانستان د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د پاکستانيو پوځیانو له‌خوا د افغانستان له حریمه د سرغړونې په غبرګون کې د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار او احتجاج‌لیک یې ورته وسپاره.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري،  پخپله خاوره تېری نشي زغملی.

پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرېنږدي، چې ځینې کړۍ پر غیر مسوولانه کړنو خپل غلط سیاستونه روان وساتي او د “دوه مسلمانو ګاونډ هيوادونو” اړیکې خرابه کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان سرحدي ځواکونو فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان پوځي مرکزونه وویشتل

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه د کب اته‌ویشتمه) څرګنده کړې، چې د پاکستان جنګي او جاسوسي جیټ الوتکې یو ځل بیا د افغانستان خاورې ته ننوتلي او د پکتیکا په سپیرې او د خوست برمل ولسوالیو کې یې د ملکي خلکو پر کورونو بمبارډ کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې: د پاکستان د هوایي یرخل او تېري په ځواب کې افغان سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه پر درندو وسلو ویشتي دي.

خوارزمي زیاته کړې، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر حالت کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کوي.

د پاکستان پر پوځي مرکز له خونړي برید وروسته د دغه هېواد لوړپوړو چارواکو د غچ اخیستو شعارونه ورکړل.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي: پاکستان پرېکړه کړې هر څوک، چې زمونږ پر پولو، زمونږ پر کور او یا زمونږ پر مالونو برید وکړي؛ مونږ به ورته سخت ځواب ورکړو، هغه که هر څوک وي او د هر هېواد وي.

د پاکستان د ولسمشر له دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته تېره شپه د دغه هېواد کشفي او جنګي الوتکو د پکتیکا پر برمل او د خوست په سپېره ولسوالیو بریدونه وکړل.

د پاکستان له خوا ادعا شوې چې په دغو بريدونو کې د ټي ټي پي يو قوماندان پر نښه شوى دى.

له دغه برید څو ساعته وروسته د پاکستان د وزیرستان له سیمې د ټي ټي پي د یاد قوماندان عبدالله شاه ویډیو کلیپ خپور شو.

دغه هوايي بریدونه د اسلامي امارت له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

ذبيح الله مجاهد دغه بریدونه غندلي او وايي، چې دا ډول پېښې به ډېرې بدې پايلې ولري، چې د پاکستان له کنټروله به بهر وي.

اسلامي امارت وایي، چې پاکستان باید د خپلې بې کفایتۍ او ناکامۍ پړه پر افغانستان وانه‌چوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د پکتيکا درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او دوه نورو میرمنو د خوست په سپیره ولسوالۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړیدی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پکتیکا او خوست کې د پاکستان هوایي بریدونه پر افغان خاورې ښکاره تېری دی – مجاهد

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې، چې تېره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل لمنه او د خوست سپیرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په اړوند سیمو کې د عامو وګړو پر کورونو بمبارد کړی دی.

ذبیح الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ ( د کب پر اته‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې یاد بريدونه پر کلکو ټکو غندي او دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان پر حریم تجاوز او تېری بولي.

ذبیح الله مجاهد وایي؛ د دې هوایي تېري په پایله کې د پکتیکا ۶ کسان ۳ ښځینه او ۳ ماشومان وژل شوي او یو کور نړیدلی. دغه راز په خوست ولایت کې یو کور نړیدلی ۲ ښځې وژل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد د دغو بریدونو په غبرګون کې څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت، چې د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچاته پخپله خاوره د تېري اجازه نه‌ورکوي.

هغه ویلي: د عبدالله شاه په نامه کس، چې پاکستاني اړخ یې په پېښه کې د پر نښه کېدو ادعا لري؛ هغه په پاکستان کې دی. بله دا، چې د یادو سیمو په دواړو غاړو کې یو قوم اوسیږي، چې ورځنی تګ راتګ او ګنې خپلویانې لري.

د نوموړي په خبرپاڼه کې راغلي: پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرېنږدي، چې د پوځ څو جنرالان په دغه ډول بې باکه کړنو سره تېرو شل کلونو ته ورته د نورو جهتونو د ګټو لپاره خپل غلط سیاستونه روان وساتي او د “دوه مسلمانو ګاونډ هيوادونو” اړیکې خرابه کړي.

مجاهد زیاته کړې: پاکستان باید پخپله خاوره کې د پېښو د نه کنترول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي؛ ځکه داسې پېښې خورا بدې پایلې درلودلی شي، چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.

د افغانستان اسلامي امارت هیچاته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د چا امنیت خراب کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر ورځ وسله‌والو د پاکستان په میرعلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته له چاودیدونکیو توکو ډکې لارۍ ته چاودنه ورکړ شوه او د پاکستان د پوځ اووه سرتېري او دوه افسران یې ووژل.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!