تازه خبرونه
اسلامي امارت په کابل کې لویه سیاسي او امنیتي غونډه جوړوي

اسلامي امارت په کابل کې د قومي استازيو، دیني عالمانو او سیاسي شخصیتونه په ګډون لویه سیاسي او امنیتي غونډه جوړوي.
کابل به په نږدې راتلونکي کې د یوې داسې سترې امنیتي او سیاسي غونډې شاهد وي، چې د هېواد پر مهمو مسایلو به خبرې وکړي. که څه هم د دې غونډې نېټه او دا، چې تر کوم عنوان لاندې جوړیږي نده څرګنده؛ خو دولتي خبري آژانس څرګندوي، په دې غونډه کې به د ټولو ولايتونو د قومونو استازي، ديني عالمان او سياسي څېرې ګډون وکړي.
په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو د حل څرنګوالی، لومړیتوبونه او جوړښتونه او همدارنګه د اوسنیو ستونزو د له منځه وړلو لپاره د پلان طرحه، د ګډونوالو د مشورو په پام کې نیولو سره د دې غونډې د تمرکز موضوعات بلل شوي دي.
سیاستوال پدې باور دي، چې دا غونډه هغه مهال اغېزمنه تمامېدی شي، چې د سیاسي او اقتصادي مسایلو حل لارې وړاندې کړي.
د درېیمې کرښې ملي خوځښت د رهبري شورا غړی خلیل احمد نادم ويلي، د دا ډول غونډو پايلې هغه مهال اغېزمنېدى شي، چې کارپوهان د اقتصادي او سياسي مسايلو په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت لپاره مهمې حل لارې وړاندې کړي او حکومت پر دغو طرحو عمل وکړي.
په تېرو وختونو کې ځینو سیاسي څېرو له اوسني وضعیت څخه د وتلو او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د لویې جرګې د رابللو غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت په وار وار د لویې جرګې د رابللو پرېکړه رد کړې ده. اوس باید ګورو، چې دا لویه غونډه به په کوم عنوان جوړیږي او پایله به یې څه وي.