سوداگري

اسلامي امارت په هېواد کې له چینايي پانګونې هرکلی کوي

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ويلي، په اقتصادي برخه کې د چین رول مهم دی او افغانان په افغانستان کې د چینايانو له پانګونې هرکلی کوي.

د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز په پروژه کې د افغانستان د احتمالي ونډې او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د چین د لیوالتیا په اړه له بحثونو وروسته اسلامي امارت وايي، چې افغانستان د امنیت له اړخه پانګونې ته چمتو دی او اسلامي امارت په افغانستان کې د چین له پانګونې هرکلی کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي: چین د نړۍ د یو مهم او ځواکمن هېواد په توګه په افغانستان کې مهم رول لري. اسلامي امارت له اقتصادي پلوه د ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د چین پانګونې ته اړتیا لري.

سیاسي شنونکي پدې باور دي، چې اسلامي امارت باید له چین سره په اقتصادي تعامل کې له احتیاط څخه کار واخلي او داسې څه ونکړي، چې افغانانو ته لږ ګټه ولري.

د افغانستان د ملي پیوستون غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني وایي: اسلامي امارت باید د چین پر دوستانه لوبې ونه غولیږي او ورسره کاري معامله ولري او افغانستان باید چین لاس تړلی ونسپاري.

اقتصاد پوهان له چین سره د اقتصادي اړیکو په اړه بېلابېل نظرونه لري او څرګندوي، چې افغانستان باید د خپلو اړتیاوو پر بنسټ د یوې اقتصادي تګلارې له مخې له چین سره اړیکې ولري.

دوی په ډاګه کوي، چې افغانستان باید د کانونو په برخه کې له چينايي ټکنالوژۍ او سرچينو ډېره ګټه پورته کړي.

اقتصادي شنونکی تاج محمد تلاش وایي: د ماشينرۍ او بشري منابعو په برخه کې له چين سره تعامل کوو؛ خو د افغانستان د خامو موادو په برخه کې بايد د چين ستراتيژي تعريف شي او همکاري يې محدوده وي.

افغانان، چې له کلونو راپدیخوا له بېکارۍ سره مخ دي وايي؛ اسلامي امارت باید له چین سره په دې برخه کې همکاري وکړي، چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د کابل اوسیدونکی احمد وايي، چې چین د نړۍ یو له سترو اقتصادي قدرتونو څخه دی. افغانستان کولی شي د پانګونې د زمینې په برابرولو کې زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

یو بل ښاري محمد نسیم وایي: چین یو صنعتي هېواد دی او شونې ده، چې له افغانستان سره همکاري وپالي.

دغه راز خالد نومي ویلي: کله، چې چین له افغانستان سره مرسته وکړي؛ خلکو ته به کار پیدا شي او نور به افغانان د هېواد په پولو کې به وژل کیږي.

دا، چې د اسلامي او دیني علمانو له نظره د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره باید اقتصادي اړیکې په کوم اساس وي؟ په دې اړه دیني عالمان پر دوستۍ او همکارۍ ټینګار کوي.

دیني عالم حسین جعفري وایي: چین د نورو نامسلمانو هېوادونو لپاره یوه ښه بېلګه ده او دوی کولی شي له افغانستان سره مرسته وکړي.

ډېري د چین او افغانستان همکارۍ ته په مثبت نظر ګوري، د افغانستان ګاونډی پاکستان له سیپک پروژې څخه ګټه پورته کوي او ایران له چین سره د همکارۍ ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ.

Trending

Exit mobile version