تازه خبرونه
اسلامي امارت په نوې جوړیدونکې ملي اردو کې استشهادي ځواک رامنځته کوي

اسلامي امارت په ډاګه کړې؛ د ملي دفاع وزارت په جوړښت کې ځانګړی استشهادي ځواک جوړوي او ځانګړي پوځي عملیات به ترسره کوي.
د اسلامي امارت دفاع وزارت په خپل جوړښت کې د پېچلو پوځي عملیاتو لپاره د ځانګړیو استشهادي ځواکونونو پر جوړولو کار پیل کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ دغه ځانګړې قطعه به ډېر ژر د ملي دفاع وزارت تشکيل ته داخله او ترې به د ځانګړو عملياتو لپاره کار اخیستل کیږي.
نوموړي زیاته کړې؛ په نوي جوړ شوي پوځ کې به د اړتیا په صورت کې پخوانیو عسکرو ته هم ځای ورکړ شي او که اړتیا پېښه شوه، نو میرمنې به هم جذب شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د نوي ملي اردو د جوړښت او تشکیل ټول پلانونه په پام کې نیول شوي او د ملي دفاع وزارت په ټولو قول اردوګانو کې عملي چارې پیل شوي دي.
له دې مخکې د بدخشان سیمه ییزو چارواکو لشکر منصوري د شهیدانو کنډکونو له جوړولو خبر ورکړی و او ویل شوي وه، چې دغه کنډکونه د شمال ختیځو ولایتونو په ځانګړي توګه په بدخشان کې له ګاونډ هېوادونو سره د پولو د خوندي کولو لپاره جوړ شوي دي.
په هېوادوالو کې د ملي دفاع وزارت په تشکيل کې د اسلامي امارت د استشهادي ځواکونو د جوړولو پرېکړه خپل ملاتړي او مخالفین لري.
د کابل اوسیدونکی محمد فیصل په جګړه کې د استشهادي برید په اړه ویلي، چې د داسې بریدونو اړتیا نه لیدل کیږي.
د کابل یو بل اوسېدونکي محمد ویلي، چې د ملي اردو په جوړښت کې استشهادي ځواکونه یوه نوې تشکیل دی، نړۍ یې نلري.
له دې مخکې د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین الجزیرې ټلویزیون ته ویلي وه، چې دوی د ۱۵۰ زره کسیز پوځ غوښتونکي دي.