تازه خبرونه

اسلامي امارت په لبنان کې د اسرائیلو بریدونه وغندل

ضیا احمد تکل نن (سې‌ شنبه د تلې درېیمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو پر وړاندې د جدی غبرګون د نشتوالي له کبله دې رژیم د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په لبنان کې د اسرائیلو وروستي خونړي بریدونه، چې په کې د ماشومانو او ښځو په ګډون سلګونه کسان وژل شوي وغندل.

ضیا احمد تکل نن (سې‌ شنبه د تلې درېیمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو پر وړاندې د جدی غبرګون د نشتوالي له کبله دې رژیم د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ نړیواله ټولنه باید سمدستي په لبنان او فلسطین کې د «صهیونیسټ رژیم» د جنایتونو د مخنیوي لپاره مسوولانه هڅې وکړي او د ملکي وګړو امنیت خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان روغتیايی چارواکو ویلي؛ په لبنان کې د حزب الله پر ضد د اسرائیلو د هوايي بریدونو له کبله تر دې دمه د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۹۲ کسان وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version