تازه خبرونه
اسلامي امارت په افغانستان کې د ۲۳ وسلهوالو ډلو پر هڅو د ملګروملتونو راپور رد کړ

د افغانستان اسلامي امارت د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي هغه راپور رد کړ، چې په افغانستان کې د ۲۳ وسلهوالو ډلو د فعالیت ادعا شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ ( د کب نولسمه) خپره شوه؛ د عمومي بښنې له قانون څخه د سرغړونې، خپلسرې نیونې، ځورونې او ناوړه چلند تورونه ردوي.
په اعلاميه کې راغلي، چې د قتل د جنايي قضيو د دوسیو څېړل، خپلسري نيول او د نيولو پر مهال د فزيکي شخړې په توګه ځورونې او بد چلند بڼه ورکول؛ غيرعادلانه او له حقيقته لرې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په راپور کې د ښه حکومتوالۍ، حساب ورکولو او خدماتو ته د لاسرسي، د ښځینه ملکي کارکوونکیو د معاشونو د دوام، د ملي پخلاینې او یووالي په برخه کې د هڅو، د وسلو د قاچاق مخنیوی، د نشه يي توکو کښت او تجارت، په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه او د ناقانونه وسلهوالو عناصرو او داعش لخوا په امنيتي پېښو کې کمښت یادونه د ستاینې وړ ټکي دي.
د اعلاميې له مخې؛ په ټول هېواد کې له يو شمېر تورنو قضيو څخه انحراف او په ټولنيزو شبکو کې د اصلي وسله والو ډلو په توګه د تبليغاتي پاڼو جوړول د ځينو روايتونو د ثابتولو هڅه ده او يا هم د معلوماتو نشتوالي دی.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه راپور د افغانستان اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې تر منځ د رغنده ښکېلتیا د دوام غوښتنه کوي، چې د افغانانو اړتیاوې په کې لومړیتوب لري.
زمونږ د حاکمیت، ملي ګټو او د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو په حدودو کې، د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی، چې له نړیوالې ټولنې سره د ګډو اندېښنو د حل لپاره کار روان وساتي.