تازه خبرونه

اسلامي امارت په افغانستان کې د مرستو رسول له خطر سره مخ کوي – د امریکا استازی

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ويلي؛ په سویس کې د مرستندویه ټولنو استازیو منلې، چې په بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز میلیونونه خلکو ته د بشري مرستو رسول ستونزمن کړي دي.

نن یکشنبه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام ویست څرګنده کړې، چې په ژنیو کې یې د ملګرو ملتونو له لوړپوړیو چارواکو، د روغتیا نړیوالې ټولنې (WHO) له چارواکو، د مهاجرت نړیوالې ټولنې او نورو مرستندویه موسسو سره، چې له افغانستان سره د مرستې لپاره کار کوي، وکتل او د دغه هېواد د وضعیت په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.

 تام ویست ټینګار کوي، چې د بشري حقونو وضعیت مخ پر خرابېدو دی؛ کار او زد کړو ته د ښځو او نجونو له لاسرسي باید ملاتړ وشي.

ټام ویست وايي؛ په دې غونډه کې ټولو ومنله چې په نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز میلیونونو خلکو ته د بشري مرستو رسول ستونزمن کړي دي.

تام ویست وایي: له نېکه مرغه مونږ د روغتیا نړیوالې ټولنې او نورو مرستندویه موسسو له مشرتابه سره، چې ټول په افغانستان کې د خلکو د ژوند پر ژغورلو بوخت دي وکتل. دوی ټول پدې باور دي، چې د طالبانو تګلارې په افغانستان کې میلیونونو اړمنو خلکو ته د بشري مرستو رسول له ګواښ سره مخ کړي دي.

له بلې خوا اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ويلي، چې د اسلامي اصولو په رڼا کې کوښښ کوو، چې د هېواد ټولې ستونزې حل شي.هېوادونه د فشار د وسیلې په توګه غیر عادلانه او غیر معقولې پلمې لټوي. د اقتصاد کمزورتیا تازه ستونزه نده، بلکې د تېرو کلونو راپدیخوا دې وضعیت دوام موندلی دی.

دغه را زیاته شوې، چې د افغانستان د اقتصاد د ښه والي لپاره یې بېلا بېلې سرچینې په کار اچولي دي.

د اسلامي امارت لخوا د ښځو پر زده‌کړې او کار له بندیزونو وروسته یو شمېر مرستندویه موسسو په هېواد کې خپل فعالیتونه ودرول، چې له کبله یې میلیونونه خلکو ته د بشري مرستو رسول او وېشل ستونزمن شوي دي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې تام ویست پاکستان او جرمني ته تللی و او د افغانستان پر حالاتو یې د دې هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې وې.

Trending

Exit mobile version