تازه خبرونه

اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه د پاکستان ادعا رد کړه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي ادعاوې بې بنسټه یادې شوې او پر پاکستان تور ولګول شو، چې هڅه کوي له خپلو کورنیو مسایلو پام بلې خوا واړوي.

Published

on

(Last Updated On: )

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان د استازي منیر اکرم هغه ادعاوې رد کړې،  چې ګواکې افغانستان د داعش ډلې لپاره د “د جذب مرکز” دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي ادعاوې بې بنسټه یادې شوې او پر پاکستان تور ولګول شو، چې هڅه کوي له خپلو کورنیو مسایلو پام بلې خوا واړوي.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت واک ته له رسیدو راپدېخوا په افغانستان کې د داعش او نورو افراطي ډلو د له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان دا تورونه له داخلي بې ثباتۍ څخه د پام اړولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

دې وزارت پر نړیواله ټولنه غږ کوي، چې په افغانستان کې شوي پرمختګونه ومني او په هېواد کې د تور لګولو څخه ډډه وکړي.

دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډې رامنځته شوي اړ د داعش د ګواښ په اړه په کې بحث وشو.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادمیر ورونکوف ویلي، چې په افغانستان کې د داعش- خراسان ملاتړي “په اروپا کې د بریدونو پلانونه درلودل او په فعاله توګه هڅه کوله، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو څخه کسان استخدام کړي.”

ورونکوف په تېرو شپږو میاشتو کې د نړیوال تروریزم وضعیت په اړه جزئیات وړاندې کړل او وایي، چې “په افغانستان کې داعش- خراسان اوس هم یو جدي ګواښ دی.”

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر هم په افغانستان کې د داعش- خراسان موضوع راپورته کړه او څرګندوي، چې ” په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلو ته د داعش په څېر د ترهګرو ډلو لاسرسی د اندېښنې وړ دی.

افغانستان اوسمهال په ملګرو ملتونو کې استازی نلري او تل یې غوښتنه کړې، چې خپله څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي او ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت له ګډون پرته د افغانستان یا د هغې د شاملولو په اړه هر ډول بحث بې معنا دی.

اسلامي امارت هم تل په افغانستان کې د داعش د فعالیت ادعاوې رد کړې او اعلان یې کړی، چې دا ډله له هېواد څخه له منځه وړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي وسلو په اړه اندېښنې بې بنسټه بللي او په وار وار یې ټینګار کړی، چې ټولې پاتې امریکايي وسلې او پوځي تجهیزات د حکومت په کنټرول کې دي او هیڅ ډله یا فرد ورته لاسرسی نلري.

Trending

Exit mobile version