Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د اسرائیلو بریدونه وغندل

د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې د ورځې په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا بریدونه د ټولو نړیوالو اخلاقي اصولو او معیارونو خلاف بشري ضد عمل دی.

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت پر لبنان، سوریه، یمن او په فلسطین کې د نسلي وژنې دوام سخت وغانده.

د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې د ورځې په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا بریدونه د ټولو نړیوالو اخلاقي اصولو او معیارونو خلاف بشري ضد عمل دی.

په اعلاميه کې راغلي، چې د نړۍ هېوادونه بايد د اسرائيلو د زياتېدونکیو بريدونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د اسرائیلو مخه ونیسي او د دې کړنو په اړه باید "قطعي پرېکړه" وکړي.

1393ټاكنې

ټام وسټ د بندیزونو د تنظیم ادارې چارسمبالی شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ درې کاله مخکې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.

Published

on

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د (تلې پر لسمه) څرګنده کړې، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وسټ د دغه وزارت د بندیزونو د تنظیم ادارې چارسمبالی ټاکل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ درې کاله مخکې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د انټوني بلینکن د څرګندونو له مخې ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا ژمنې او چارې به د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډکر، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د آسیا د جنوب لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک پومرشیم تر سره کوي.

ویل کیږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ټام وست ډیپلوماسي ستایلې او څرګندوي، چې افغانستان به بیا د امریکا پر ضد د ترهګرو د بریدونو پر ځاله بدل نشی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بریټانیا د سفارت چارسمبالي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولینو سره وکتل

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ نن (دوشنبه د تلې نهمه) د دغه بنسټ مسوولینو د بریټانیا له ډیپلوماټ سره په لیدنه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د ستونزو په اړه بحث او اندونه وړاندې کړل.

Published

on

د افغانستان لپاره د بریټانیا د سفارت چارسمبالي رابرټ ډیکسن په کابل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولینو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ نن (دوشنبه د تلې نهمه) د دغه بنسټ مسوولینو د بریټانیا له ډیپلوماټ سره په لیدنه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د ستونزو په اړه بحث او اندونه وړاندې کړل.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند له خصوصي سکټور سره د دولت د هراړخیز ملاتړ د یادونې پر مهال د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د هېواد د خصوصي سکټور د همکارۍ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو پر ښه کولو او په دې اړه د عملي ګامونو پر پورته کولو ټینګار څرګند کړ.

نوموړي د بريټانيا له چارسمبالي څخه وغوښتل، چې له نړيوالې ټولنې څخه د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو په خلاصون او د پيسو د لېږد پر وړاندې د خنډونو لرې کولو کې همکاري وکړي، چې خصوصي سکټور ته يې ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.

ویل کیږي، چې افغانستان جنوبي آسیا له منځنۍ آسیا سره نښلوي او د افغانستان له لارې هم ټرانزیټ عادي روان دی.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان نورو هېوادونو ته د انرژۍ د صادرولو له وړتیا برخمن هېوا د دی- مولوي عبدالکبیر

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه وغوښتل، چې د افغانستان پر اوبو او برښنایي سرچینو پانګونه وکړي.

Published

on

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وايي، افغانستان د برښنا د صادروونکي هېواد له وتیا برخمن دی؛ خو دا کار ندی شوی او د یو وارداتي هېواد په توګه پاتې دی.

مولوي عبدالکبير دغه څرګندونې نن (دوشنبه د تلې نهمه) د افغانستان د برښنايي انرژۍ د پانګونې د فرصتونو په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه وغوښتل، چې د افغانستان پر اوبو او برښنایي سرچینو پانګونه وکړي.

په دې کنفرانس کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ويلي، چې افغانستان د انرژۍ د تولید او له کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید او صادرولو لوړ ظرفیت لري؛ خو په تېرو لسيزو کې  په قصدي ډول د انرژۍ د واردونکي هېواد په توګه ساتل شوى دى.

مولوي عبدالکبیر وایي: اسلامي امارت له کورنیو منابعو څخه د انرژۍ تولید ته لومړیتوب ورکوي او له دې سرچینو څخه پر ګټه پورته کولو افغانستان کولی شي د انرژۍ پر صادروونکي هېواد بدل شي. مونږ له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غواړو، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د برښنا شرکت مسوولانو هم ویلي، چې په هېواد کې د ۵ میلیارډ ډالرو پر وړتیا د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د پروژو دعملي کولو ظرفیت شتون لري.

عبدالباري عمر له دولتي ادارو او خلکو څخه د برښنا د لګښت د پورونو د ورکړې غوښتنه وکړه او وایي، چې له دې سره به وکولی شي خپل تخنیکي سیسټمونه لوړ او د ضایعاتو مخنیوي وکړي.

کلیپ... عبدالباری عمر وایي: د افغانستان برښنا شرکت له ګڼو ستونزو سره مخ دی؛ خو بیا هم د خدمتونو د ښه کولو لپاره هڅه کوي راپاتې زاړه سیسټمونه او تخنیکي ټیټې وړتیاوې له کورنیو سرچینو او وارېدوونکې برښنا پوره او شته ستونزې تر یوه بریده اوارې کړو.

دغه راز د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د برښنا نشتوالی یو ستونزو ګڼي او وایي، چې د دې ستونزې له کبله ډېري صنعتکاران ځوریږي.

نورالدین عزیزي وایي: د هېواد صنعت او خصوصي سکټور له برښڼا سره تړلی مونږ به په راتلونکي کې ۸۰۰ صنعتکارانو ته ځمکه ورکړو، چې دوی ټول برښڼا ته اړتیا لري. باید پدې سکټور تمرکز زیات شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه ویلي: زمونږ له کورنیو او بهرنیو رسنیو او پانګوالو څخه هیله داده، چې راشي او د هېواد د آبادۍ د خبرونو او فرصتونو په پیاوړتیا کې له خپل هېواد او ولس سره همکاري وکړي.

د برښنا نشتون بیا یوه داسې مسله ده، چې افغانان ورسره مخ دي؛ په کور دننه د برښنا د تولید لپاره ډېرې سرچینې شته؛ خو اوس هم  د افغانستان د خلکو میلیونونه ډالره پانګه د بهرنیو هېوادونو جبونو ته ځي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!