تازه خبرونه

اسلامي امارت هند ته د دیپلوماتیک حضور امنیتي ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي هند ته ډاډ څرګند کړ، چې د دیپلوماتیک حضور په صورت کې به یې د د دیپلوماتانو امنیت خوندي شي او دې مسلې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

اسلامي امارت له هیڅ هېواد سره دښمني نه غواړي او له ټولو هېوادونو سره مثبت چلند  د ځان حق بولي.

مولوي متقي یوې هندي رسنۍ سره د خبرو پر مهال څرګنده کړې؛ که د نړۍ هېوادونه په افغانستان کې خپل ډيپلوماتيک تاسيسات بېرته پرانيزي، د ديپلوماتانو او د هغوى د سفارتونو لپاره  به ډاډمن امنيت برابر کړي.

د اسلامي امارت  بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي ډيلي ته ډاډ څرګند کړ، چې هند کولی شي له افغانستان سره اقتصادي اړیکې او سوداګریزې الوتنې تنظیم کړي. مونږ هم غواړو، چې له هند سره خپلې د لوړې کچې سوداګریزې اړیکې پراخې او پالنه یې وکړو.

دغه راز مولوي متقي هند ته دا ډاډ ورکړ؛ اسلامي امارت به اجازه ورنکړي، چې افغانستان د هند پر ضد وکارول شي او هند کولی شي، چې خپل دیپلوماتیک حضور پیل او له افغانانو سره خپلې اړیکې پراخه کړي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا اسلامي امارت به هند ته ډاډ ورکړي، چې پاکستان به د لشکرطیبه او جیش محمد په څیر ډلې د هند پر خلاف ونکاروي؛ ویلي: افغانستان به د پاکستان په نیابت د هند او ډیلي پر ضد ونکارول شي؛ ځکه، نو نوی ډيلي په افغانستان کې دیپلوماتیکي چارې له سره پیلولی شي.

مولوي امیرخان متقي په ډاګه کړې؛ تر هغه ځایه، چې د افغانستان خبره ده؛ مونږ نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به کومه ډله د بل هېواد پر ضد ونکاروي او په راتلونکي کې به هیچا ته اجازه ورنکړ شي، چې د نورو خاوره د افغانستان پر ضد  وکاروي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی له هغو ناراضه سیاسي شخصیتونو څخه، چې اوس یې په بهر کې ژوند کول غوره کړي؛ غواړي، چې خپل هر راز ملاحظات له  اسلامي امارت سره شریک کړي او په افغانستان کې د بهرنیانو د لاسوهنې لپاره زمینه برابره نکړي.

هغه وایي: مونږ په دې وروستیو کې یو کمیسیون جوړ کړی، چې افغانستان ته د سیاسي شخصیتونو د راستنیدو شرایط برابر کړي. خپل ژوند او کار ته دې بیا راستانه شي. که څوک ملاحظه لري له اسلامي امارت سره یې باید شریکه کړي نه دا،چې په افغانستان کې د بهرنیانو لاسوهنې ته زمینه برابره کړي.

مولوي متقي وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري له بشري حقونو څخه سرغړونې د اکثرو امارت ضد رسنیو له لوري خپرې شوې اوازې دي.

امیر خان متقي څرګنده کړې؛ اوسمهال د افغانستان په زندانونو کې هیڅ ښځه د سیاسي دلایلو او د اسلامي امارت پر ضد د غږ پورته کولو په خاطر د زندان شپې نه سبا کوي.

هغه وایي: مونږ له اروپايي ټولنې، امریکا او قطري هېوادونو سره خبرې وکړې، د دغو هېوادونو سفیرانو او استازو هم په کابل کې سره وکتل، ستونزې شته چې حل شي، خو موږ نه غواړو چې په افغانستان کې د اقتصادي، سیاسي، امنیتي او بشري حقونو وضعیت د رسنیو د رپوټونو په بنسټ و ارزول شي.  هیڅ ښځینه د سیاسي دلایلو او د اسلامي امارت پر ضد د غږ پورته کولو له امله زندان ته نه ده اچول شوې. اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته په پوره درناوي ژمن دی.”

که څه هم په تېرو لس میاشتو کې شاوخوا شل هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه او سیاسي ماموریتونه بېرته پرانیستي او د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راپدیخوا د سیمې په ګڼو هېوادونو کې دیپلوماتیکې استازولۍ لري؛ خو هېڅ هېواد په رسمي توګه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه پېژني او مشروعیت یې ندی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ لخوا اسلامي امارت  ته د ټولګډونه حکومت جوړول، بشري حقونه، د ښځو حقونه او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځيو بیا پرانستل د شرطونو په توګه وړندې شوي دي.

Trending

Exit mobile version