تازه خبرونه

اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې لري – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: )

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوحې تړون د درېیمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال څرګنده کړې؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکي لري.

د دوحې هوکړه لیک د ۱۳۹۸ لمریز لېږدیز کال د کب پر ۱۰ /  د ۲۰۲۰ ز. کال د فبرورۍ ۲۹ په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس ملا عبدالغني برادر له ۱۱ پړاوونو پیچلو خبرو وروسته لاسلیک کړه.

د کب میاشتې پر لسمه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د قطر په دوحه کې د نږدې ۶۰ هېوادونو او سازمانونو د استازیو پر وړاندې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون لاسلیک شوی دی.

د اسلامي امارت لوړ پوړیو چارواکو په ارګ کې د دوحې د هوکړې درېیمه کلیزه ونمانځله او د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې غونډې ګډونوالو ته په ډاګه کړه، چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او له ټولو هېوادونو سره مثبتو او رغنده تعاملاتو ته چمتو دی.

په دې اړه د اسلامي امارت چارواکو ویلي: د مجاهدینو او مظلوم ولس سرښندني او د کب لسمه د افغان مجاهد او مظلوم ملت لپاره د سترې فتحې او آزادۍ ګټلو پیلامه شوه او افغانستان له شل کلن اشغال او جګړې خلاص شو.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، چې د یادې هوکړې د لاسلیک پر مهال د اسلامي امارت د مذاکراتي ډلې رییس و، وايي؛ اسلامي امارت د تړون ټول مواد پلي کړي، په افغانستان کې بشپړ امنیت خوندي شوی او د افغانستان خاوره هیڅ هېواد ته هم ګواښ نده.

د ښاغلي برادر د څرګندونو له مخې؛ امریکا د دوحې له تړونه سرغړونې کړي او د هوکړې خلاف یې  پر اسلامي امارت بندیزونه او فشارونه زیات کړي دي.

ملا عبدالغني برادر وایي: مونږ ټولې هغه ژمنې، چې د دوحې په تړون کې مو له امریکایانو سره کړې وې، د نړیوال امنیت د تامین په ګډون پوره کړې او د افغانستان خاوره د کوم هېواد لپاره ګواښ هم نده. د دوحې د تړون خلاف، امریکایانو د دوحې د غړو نومونه په تور نوملړ کې واچول او د اسلامي امارت رهبري یې ترې نده لرې کړې، د افغانستان پیسې یې کنګل کړې او بندیزونو او اقتصادي فشارونو ته یې دوام ورکړی دی.

ملا برادر وايي، چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او مونږ ټولو هېوادونو ته اړتیا لرو؛ که هغه مسلمان وي او که نامسلمان. مونږ غواړو، چې د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې او رغنده تعاملات ولرو.

په دې مراسمو کې د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف ویلي، چې د دوحې تړون نه یوازې په سیاسي ډګر کې اسلامي امارت برلاسی کړ، بلکې د جګړې په ډګر کې یې هم د مقابل لوري روحیه کمزورې او دوی یې بریا ته ورسول.

د افغانستان اسلامي امارت د دغې سترې ورځې په مناسبت ټول افغان ولس او د سنګر ستړو مجاهدینوته مبارکي وایي او د جهاد د لارې ټولو شهیدانوته جنتونه، ټپیانو ته کامل صحت او اجرونه، یتیمانو او کونډو ته د دنیا او اخرت سعادتونه غواړي.

اسلامي امارت په داسې حال کې له نړۍ سره پر مثبتو تعامل ټینګار کوي، چې په دې وروستیو کې د کابل او ځینو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.

Trending

Exit mobile version